د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا غواړي له ایران سره خبرې وکړي


د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بابډن وائې، دایران سره داتمی پروگرام په باب ورسره خبری وکړی مگر پدی ټکې ئې ټینگار وکړچې که تهران پخپله اوسنی لارباندی روان وی نو ایران به د انزوا او فشارسره مخامخ شی.

ښاغلی بایډن نن دشنبی په ورځ دمونشن په امنیتی غونډه کې خبری وکړی . ښاغلی بائډن وویل، که ایران دخپل غیر قانونی اتمی پروگرام او دتروریزم له ملاتړ نه لاس واخلی نو د معنئ ډک امیتازات به ورکړل شی.

مگر هغه وائې، امریکا د دفاعی توغندیوجوړولو ته دوام ورکړی چې دده په قول د ایران د قابلیت مخه ونیسی.

بایډن دایران سره دخبرو پیشنهاد وکړچې دا د بوش له حکومت نه فرق لری چې دایران سره ئې مستقیمی خبری نه کولی.

د المان صدراعظمه انجیلا مارکل وائې، دملگرو ملتونو دامینت شورا باید دی ته تیاری ونیسی چې دایران په خلاف کلک بندیزونه ولگوی .

XS
SM
MD
LG