د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان: پولنډی انجنیر مو وژلی


په پاکستان کې افراطي طالبان وائې، دوی هغه پولنډی اینجینر وژلی دی چې تیرکال ئې تښتولی و، مگر مامورانو تراوسه پوری دغه ادعا نده ثابته کړی.

د طالبانو نطاق خبری اژانسونو ته وویل، دوی (پیټر سټازی ) وروسته له هغې وواژه چې حکومت ددوی غوښتنی ردکړی . نطاق وائې، افراطیان به دهغه مړی ترهغې پوری ورنکړی ترڅو چې هغه څه لاس ته رانه وړی چې دوی ئې غوښتنه کړی ده .

وسله والو کسانو دغه اینجینر دسیپټمبر په میاشت کې تښتولی وو ، دری تنه هغه پاکستانیان ئې وژلی وو چې هغوی ددغه اینجینر دخلاصولو کوښښ کاوه .

ماموران وائې، طالبانو له حکومت نه دهغه دخوشی کولو په بدل کې دیوشمیرافراطیانو خوشی کول غوښتل .

افراطیانو ددی هفتی ترسره پوری حکومت ته نیټه ایښی وه چې ددوی غوښتنی دی ومنل شی،مگر په داسی حال کې چې خبرو زور اخیستی و، دنیټی داوږدولو غوښتنه کیدله .

ستانزک د (جوئې فزیکا کراکو ) په نامه دتیلو دشرکت سره کارکاوه چې دپنجاب په ولایت کې دسیپټمبر په (٢٨ ) نیټه وتښتول شو.

XS
SM
MD
LG