د لاس رسي وړ اتصالات

په نادعلی کی دوه تنه امریکاییان ووژل شول


د افغانستان پولیس وایی چی د هلمند په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی څلور کسه وژل شوی چی په هغو کی دوه امریکایی تبعه هم شامل دی.

د یوه محلی پولیس له قوله دغه دوه امریکایان، د هغوی ترجمان او یو د پولیسو صاحب منصب هغه وخت ووژل شول چی هغوی د نادی علی په ولسوالی کی د یوه بم تفتیش کاوه.

امریکا د پوځ یوه نطاق د اسوشیتید پریس خبری آژانس ته وویل چی په دی څلورو وژل شوو کسانو کی دوه امریکایی عسکر هم وژل شوی دی.

د طالبانو یوه نطاق یوسف احمدی د فرانسی خبری آژانس ته وویل چی طالبانو دغه حمله کړی چی دوه امریکایی عسکر او څو تنه پولیس یی ووژل.

د افغانستان جنوب کی د طالبانو په مخکښی د بغاوت مرکز دی او جگړه ماران د خارجی قواوو پرخلاف زیاتره د سړک د غاړی د بمونو نه کار اخلی.

امریکا په نظر کی لری چی سږ کال افغانستان ته د دیرش زره نورو عسکرو په لیږلو سره د طالبانو پرخلاف خپل عملیات پراخ کړی.

XS
SM
MD
LG