د لاس رسي وړ اتصالات

تاریخي پیښې: د امریکا لومړنی جمهور رئیس


د ١٧٨٩م کال د فبروري په ۴مه په امریکا کې جورج واشنگټن د ملک د لومړني جمهور رئیس په توگه انتخاب شو.

واشنگټن د هغو امریکايي قواوو مشر وو چې له برتانویانو څخه یې د آزادئ اخیستلو لپاره مبارزه کوله او تاریخ لیکونکي وايي، د جورج واشنگټن ښه قیادت د د امریکا د خپلواکئ غوښتونکو قواوو د بریالیتوب باعث شو.

جورج واشنگټن د ١٧٨٩م کال له اپریل نه د ١٨٩٧ کال تر مارچ پورې اته کاله د امریکا جمهور رئیس وو.

هغه د خپل جمهوري ریاست د دورې د پوره کېدو دوه کاله وروسته، د ١٧٩٩م کال د اگست په ١۴مه مړ شو.

همدارنگه د ١٩۴٥م کال د فبروري په ۴مه د امریکا جمهور رئیس فرانکلین روزویلټ، د برتانیې صدر اعظم وینسټن چرچل او د شوروي مشر جوزیف ستالین په داسې حال کې د یوکراین په جنوبي ښار یالټا کې غونډه وکړه چې دوهمه نړیواله جگړه لا روانه وه.

دغه جگړه چې د ١٩٣٩م کال په سپتمبر کې پیل شوې وه، نږدې شپږ کاله یې دوام درلود. په ١٩۴٥م کال کې دغه جگړه وروسته له هغه پای ته ورسېده چې د نازي قواوو مشر هیټلر د مئ په اوله ځان وژنه وکړه.

له بلې خوا، د ٢٠٠٣م کال د فبروري په ۴مه پخوانۍ یوگسلاویا له منځه ولاړه او پر ځای یې د سربیا او مونټینگرو دوه نوي جمهوریتونه رامنځته شول.

XS
SM
MD
LG