د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی په طالبانو غږ کړی چه بیرته افغانستان ته ستانه شی


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی په ټولو هغو طالبانو غږ کړی چی د القاعدی او نورو تیرورستی شبکو سره ارنباط نلری بیرته افغانستان ته ستانه شی.

ښاغلی کرزی نن د جرمنی د مونشن په ښار کی په امنیتی کنفرانس کی د نړیوالی ټولنی نه وغوښتل چی د هغه د حکومت د ملی روغی جوړی د هلو ځلو ملاتړ وکړی.

د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا هیت چی د ډسمبر په میاشت کی افغانستان ته تللی و په دی پوهیدلی چی د ښاغلی کرزی دغه پالیسی چی په طالبانو یی غږ کړی که چیری هغوی اساسی قانون ومنی او د تشدد نه لاس واخلی نو ورسره به خبری وکړی، هغه محبوبیت زیات شوی دی.

جمهور ریس کرزی د هغه په حکومت باندی د اداری فساد د تورونو او د طالبانو د روان بغاوت له امله خپل محبوبیت د لاسه ورکړی. هغه سږ کال بیا ځان کاندید کړی دی.

طالبان په افغانستان کی د ٧٠ زره ناتو او امریکایی قواوو د موجودیت سره سره منسجم شوی او خپلی حملی یی زیاتی کړی دی.

همدا شان په دی امنیتی کنفرانس کی د روسیی د صدر اعظم مرستیال سیرگی ایوانوف وویل چی هغه د امریکا د جمهور ریس د مرستیال دی غوښتنی ته مثبت عکس العمل ښودلی چی د امریکا او روسیی ترمینځ نوی اړیکی له سره پیل شی.

XS
SM
MD
LG