د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما 'غواړی افغانستان ته د عسکرو زېاتوالی وځنډوي'


د برتانېې ټاېمز ان لاېن خپرونه لېکی چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما تقاضا کړې ده چې د دفاع وزارت مشران مخکی له دېنه چې د عسکرو د زېاتوالی مسه عملی شی په خپله ستراتېژی باندی په افغانستان کې نوی کتنه وکړی.

ټاېمز آن لاېن لېکی چې د دېموکرات گوند د معتبرو مشرانو سره دا اندېښنه ده چې پوځ لگېا دی دېته ځان چمتو کوی چې ٣٠ زره نور عسکر افغانستان ته په داسی حآل کې چې نه کوم منظم، محکم او مرتبط پلان موجود وی او نه د وتلو ستراتېژی موجوده وی، ولېږی.

خپرونه لېکی چې پنټاگان دېته چمتو و چې د اولس زرو عسکرو لېږل اعلان کړی خو ددفاع وزېر رابرت گېټس وروسته له هغه نه دا اعلان معطل کړ کله چې جمهور رئېس براک اوباما له هغه نه پوښتنی وکړی.

جمهور رئېس براک اوباما تېره مېاشت په پنټاگان کې په ېوه خوندی کنفرانس کې ددفاع له وزېر رابرت گېټس، او ددفاع وزارت د لوېو درستېزانو د کومېټو له رئېسانو سره، لومړی مجلس وکړ.

په دغه لومړی مجلس کې له هغه سره د ېوې ستراتېژی د نشتوالی له امله اندېښنه موجوده وه. هغه پوښتنه وکړه چې ددې کار وروستی پړاو به څه وي؟ خو هغه ته قانع کوونکی جواب په لاس ورنغی.

د دفاعی چارو ماهر لاری کارب د امرېکا د پرمختگ دمرکز غړي په واشنگټن کې ووېل چی اوباما په دې کار کې رېښتېا واېې.

مخکی له دېنه چې دی د دېرشو زرو عسکرو له لېږلو سره موافقه وکړی دی غواړی چې په دې پوه شی چې مامورېت څه دی او د پاې پړاو به ېې څه وی.

براک اوباما د خپلې انتخابی مبارزې په وخت کې د ٧ نه تر ١٠ زرو پورې نورو عسکرو د لېږلو وعده وکړه. خو نظامېانو ترېنه نور عسکر هم وغوښتل.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې ېو شمېر معتبر دېموکراتان وېره لری چې هسی نه افغانستان د اوباما لپاره د وېتنام په څېر د لوښو او ورستو خټو ډنډ ثابت نشی.

که د عسکرو د زېاتوالی کار پرمخ ولاړشی نو پوځ غواړی چې خپل مامورېت له طالبانو او القاعده سره په جگړه کې محدود کړی.

د دېموکراسی او بېارغونی کارونه ناټو او د امرېکا د خارجه وزارت ملکېانو او نورو ادارو ته پرېږدی.

د امرېکا متحده اېالات پر برتانېه باندی فشار راوالی چې څو زره نور عسکر افغانستان ته ولېږی خوهلته هم د برتانېې د دفاع وزارت د رئېسانو ترمنځ داوږدی مودې د اهدافو په سر عدم توافق او مغشوشتېا موجوده ده.

گورډن براون به په دې اونی کې په دې برخه کې بشپړ معلومات تر لاسه کړی.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې جنرال رېچرد دنات د برتانېې د پوځ مشر چې په اوړی کې به تقاعد شی په دې کار ېې ټېنگار کړېدی چې عسکر ېې استراحت ته ضرورت لری او ېوه قطعه جنگی عسکر لېږلی شی.

د هغه جانشېن جنرال ډېوېډ رېچردز په دې عقېده دی چې هغه دوهه جنگی قطعې عسکر چې امرېکا غوښتی دی، پکار ده چې برتانېه لږ تر لږه همدومره عسکر و لېږي.

XS
SM
MD
LG