د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پخوانۍ اصلاح طلبه جمهور ریس په انتخاباتو کې 'بیا ځان کاندید کړي'


د ایران پخوانی اصلاح طلبه جمهور ریس خاتمی اعلان کړی چی د جون په میاشت کی به بیا ځان کاندید کړی.

ښاغلی خاتمی دغه اعلان نن په تهران کی وکړ. هغه پخوا د ١٩٩٧ کال نه تر ٢٠٠٥ م کال پوری د ایران جمهور ریس ؤ او جمهور ریس احمدی نژاد تری انتخابات وگټل.

د ایران اصلاح طلبانو د ښاغلی خاتمی نه غوښتی چی بیا ځان کاندید کړی چی کولای شی د ښاغلی احمدی نژاد نه انتخبات وگټی.

که څه هم د ایران جمهور ریس په رسمی توگه د ځان د کاندیدیو اعلان نه دی کړی، خو د ایران د روحانی مشر آیت الله علی خامنیی ملاتړ ورسره دی.

په ښاغلی احمدی نژاد باندی په ملک کی داسی انتقادونه موجود دی چی د اسراییلو او امریکا پر خلاف خبرو یی ایران د نړیوال تجرید سره مخامخ کړی دی.

همدا شان د ایران د اقتصادی تورم له امله هم پری انتقادونه موجود دی.

XS
SM
MD
LG