د لاس رسي وړ اتصالات

له مخدره موادو سره مبارزه - له ناټو څخه غوښتنه


د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزی مرستیال، جنرال داود داود د ناټو له ځواکونو غوښتي چې له مخدره موادو سره په مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره خپله همکاري لا پسې پراخه کړي.

جنرال داود نن یوه خبري کنفرانس ته وویل له تېرو دریو میاشتو راهېسې د ناټو له ځواکونو سره یوځای ګډ عملیات کړي او ښې لاسته راوړنې یې لري.

جنرال داود زیاته کړه د نشه يي موادو ستونزه یوازی په هغو سېمو کې پاتې چېرې چې نا امنۍ سیورې پری غوړولی او په هغو سېمو کې چې امنیت شته د کوکنارو ستونزه پکې نلري.

هغه وویل ناټو دی ورته امنیت خوندي کړي او د هوايي ځواک په ترانسپورټ کې دی مرسته ورسره وکړي.

دا ډول جنرال داود خبریالانو ته د هلمند په ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین په اړه هم معلومات ورکړل. هغه وی ویل په هلمند کې یې په تېرو لسو ورځو کې یو زر او سل هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړی او په پام کې لري په دغه ولایت کې شاوخوا په ۱۵ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو بوټي پرې نه ږدي.

جنرال داود خبر ورکړ تېر کال یې ۱۸ ولایتونه له کوکنارو خالي اعلان کړي وو ولې سږ کال به دا شمېره ۲۵ ولایتونو ته لوړه شي.

هغه د هیروینو دفابرېکو او د قاچاقبرانو د نېولو په اړه وویل ۳۵۰ زیاتوالی پکې راغلې، نوموړي وویل پدی ډله کې ۳۵ هغه خلک هم نېولي چې د حکومت له نومه یې ګټه اخېستله.

XS
SM
MD
LG