د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: په افغانستان کې روان حالات ډېرې سختی ستونزی رامنځته کوی


د امرېکا مجرب دېپلومات رېچرد هالبروک نن د دوشنبی په ورځ پاکستان ته رسېدلی دی. دا د هغه لومړی سفر دی چې دې سېمی ته ېې د دامرېکا د نوې خاص استاځی په توگه کوی.

د امرېکا خارجه وزارت ووېل چې هالبروک غواړی د سېمی له مشرانو سره بلدتېا او اشناېې پېدا کاندی او په دې خبره ورسره بحث وکړی چې په دې سېمه کې دامنېت د انکشاف لپاره څه ډول اقدامات وکړی.

هالبروک ووېل چې دی به دپاکستان له مشرنو سره په پراخو مساېلو باندی خبری وکړی.

هغه زېاتوی چې امرېکا دېته سترگی په لار ده چې په خپلې پالېسی باندی نوی کتنه وکړی اود پاکستان له خلکو سره خپل تعهد تجدېد کړی.

ېو بل سېاسی خبر واېې چې نن ددوشنبی په ورځ برتانېې ووېل چې په افغانستان کې د دوی اوسنی سفېر به د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره خاص استاځی وی.

د برتانېې د صدر اعظم ېوه نطآق ووېل چې شېرارد کوپر کاولز به له خپل امرېکا ېې انډول رېچرد هالبروک سره له نېژدی نه همکاری ولری.

د ېکشنبی په ورځ هالبروک دنړی مشرانو او امنېتی ماهرانو ته په جرمنی کې ووېل چې په افغانستان کې روان حالات ډېرې سختی ستونزی رامنځته کوی.

داسی سختی ستونزې چې دی ورسره د خپل مامورېت په اوږده موده کې ندی مخامخ شوی.

هغه ووېل چې له بغاوت سره مقابله او افغانستان ته د ثبات راوستل به په افغانستان کې ډېرسخت کاروی نسبت دېته چې همداکار په عراق کې و.

هالبروک ووېل چې له اضافې عسکرو نه پرته چې په افغانستان کې به له ېاغېانو سره وجنگېږی ، دافغانستان د ستونزې حل ته ېوه نوی لاره پکارده.

د هغه سفر د اوباما د اداری له خوانه دامرېکا د پالېسی د بېاکتنی ېوه برخه ده. دغه اداره په افغانستان کې د ١۴ زرو عسکرو په زېاتولو غورکوی.

له افغانستان او پاکستان نه علاوه به هالبروک هند ته هم سفر وکړی چې هلته دافغانستان او په هغه پورې مربوطه ناکراری باندی چې د پاکستان او افغانستان په سرحد کې ده بحث وکړی.

XS
SM
MD
LG