د لاس رسي وړ اتصالات

ښځېنه ځان وژونکی په سرېلانکا کې ٢٨ کسان له ځاې سره ووژل


د سرېلانکا پوځ واېې ېوې ښځېنه ځان وژنکی ٢٨ کسان هغه وخت ووژل چې د هېواد په شمالی برخه کې ېې په داسی حال کې چاودنه وکړه چې ېو ه ډله ملکېان د جگړې له سېمی نه په تېښته روان ول.

نظآمی نطآق اوداېا نانا ېکارا ووېل گومان کېږی چې دا ښځه د تمېل دېاغېانو له جملی نه وه. هغه خپل بم د ېوې خېرېه موسسی په کمپ کې نن د وېشوامادو په سېمه کې وچاوه.

په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۴٥ تنه زخمی چې زېاتره ېې ښځې او ماشومان ول زخمی شول.

د پوځ نطآق نانا ېکارا ووېل چې ښځې په داسی وخت کې ځان په بم والوزاوه چې عسکرو د مهاجرو له کمپ نه بهر تالاشی کوله. ددې پېښې زېات قربانېان عسکر ول.

ېاغېانو سمدلاسه په دې پېښه تبصره نده کړی. خو د سرېلانکا پوځ واېې چې ددوی چارواکی واېې چې دوی طبی مرستی، خواړه او اوبه د جبهو په اولو خطونو کې پرتو ملکېانو ته چې د جگړی له سېمی نه تښتی او شمېر ېې څوارلس زرو ته رسېږی برابروی.

د ملگرو ملتونو چارواکی واېې ددوی د اټکل له مخی ٢٥٠ زره کسان په جگړو کې را گېر شوېدی.

د سرېلانکا پوځ پرېاغېانو باندی تور لگوی چې دوی له ملکېانو نه د انسانی سپر په توگه کار اخلی. خو ېاغېان واېې چې ملکېان د روانو پوځی عملېاتو په واسطه راگېر شوېدی.

رپوټ واېې چې دا خبری په مستقله توگه تثبېت کېدلی نشی ځکه چې د جگړی سېمه دمطبوعاتو لپاره بنده کړی شوېده.

XS
SM
MD
LG