د اسلامی جهاد په نامه افراطی ډله واېې چې دافلسطېنی ددوی دوسله والې څانگی غړی و او نن ددوشنبی په ورځ سهار د وخته مړ شو.
هغه کوشش کاوه چې د اسراېېلو په پوځ باندی د داسراېېلو او غزې ترمنځ کټاری سره پر اسراېېلی عسکرو ډزې وکړی.
د اسراېېلو پوځ واېې چې ددوی قواو ېو نامعلوم ټوپک والا چې کو شش ېې کاوه له سرحد نه واوړی وژلی دی.
تردې مخکی د اسراېېلو چارواکېو ووېل چې پوځ په غزه کې هواېې حملی پېل کړېدی او د حماس دوه بهرنی پوستیی ددی په بدل کې وېشتلی دی چې پر اسراېېلو ېې دېکشنبی په ورځ دراکټ ډزې کولی.
د اسراېېلو مشران د مصر په هغه پېشنهاد غور کوی اوربند به د اتلسو مېاشتو لپاره وی او له حماس سره به بندېان تبادله کړی.
د اسراېېلو او عربو مطبوعات واېې پلان لری چې د حماس له افراطېانو نه دهغه اسراېېلی عسکر د خوشی کولو غوښتنه وکړی چې په بدل کې به ېې اسراېېل په سوونو فلسطېنېان خوشی کړی.
په دې کی داسی کسان هم شته دی چې په ډېر و سختو حملو کې لتاړ دی.
د مصر د پېشنهاد پر اساس اسراېېل او مصر به له غزی سره لږ تر لږه دوه سرحدی لارې پرانېزی چې د غزی په نېستی ځپلو خلکو باندی د بندېز په لېری کېدلو سره سهولت راشی.
حماس د اوربند دېو برخی په توگه د بندېزو د لېری کېدو غوښتنه کړېده.
اسراېېلو د خپل عسکر د خوشی کېدلو غوښتنه کړېده او همدارنگه له غزی نه پراسراېېلو باندی دحملو د بندېدلو غوښتنه هم کړېده.