د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان د پالیسی په اړه غور و فکر روان دی


د امریکا جمهور رئیس ژمنه وکړه چې ترورستان به پرینږدي چې پر امریکا د برید تیاری ونیسي. ښاغلي اوباما پرون ماښام په یو خبري کنفرانس کې د خپل اقتصادي پلان په اړه ډیرې خبرې وکړې خو د نړیوالو مسلو په لړ کې یې هم د افغانستان، پاکستان او ایران په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وویل د افغانستان د پالیسی په اړه غور و فکر روان دی او دی هیله من دی چې ډیر ژر به بدلون راشي. نوي جمهور رئیس دا ومنله چې د افغانستان مسله کیدای شي چې تر عراق هم ستونزمنه او پیبچلي ثابته شي.

اوباما:"د افغانستان په اړه باید ووایم چې یوه ډیره پیچلي مسله ده. زه فکر فکر کوم چې په عراق کې زموږ د عسکرو د قربانیو سربیره، په هغه هیواد کې زموږ د سفیر راین کراکر قوي دپلوماسی هم شامله وه.

څو ورځې وړاندې هلته په ارامه فضا کې انتخابات وشول چې پخپله دا څرگندوي چې یوه فعاله سیاسي سیستم رامنځته شوی دی. خو په افغانستان کې لا اوس هم داسي حالات نه دي راغلي."

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د امریکا یو پوخ دپلومات او پخوانی سفیر ریچرډ هالبروک یې سیمې ته لیږلی دی او ډیر ژر به یې د کار نتیجې ولیدل شي.

اوباما: "موږ د خپلو نظامي او دپلوماتیکو هڅو او د پرمختگ د هڅو په منځ کې یوې موثره همغغږي ته ضرورت لرو. او د بریالیتوب لپاره له خپلو متحدینو سره هم باید په یو گډ پروگرام مخ ته لاړ سو."

په سپیبنه ماڼی کې د خبریالانو د پوښتنو د ځوابونو په لړ کې د امریکا جمهور رئیس اوباما وویل القاعده اوس هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې خوندي ځالي لري خو زیاته یې کړه چې دی به هڅکله ددې اجازه ورنکړې چې په افغانستان کې فعالیت وکړې او یا هم د افغانستان او پاکستان په منځ کې په غرایزو قبایلي سیمو کې د امریکا پر خلاف دسیسې جوړې کړې.

د خپل اقتصادي پلان د ملاتړ لپاره ښاغلی اوباما یو ځل بیا د انتخاباتي کمپاین د ورځو په څیر وغغږید او د کنفرانس په پیل کې وویل چې د عمل وخت رارسیدلی دی او که نه اقتصادي وضعه به نوره هم خرابه شي.

اوباما: "د اوسنۍ اقتصادي وضعې نه وتلو لارې چارې که وځنډول شي، بیا ددې امکان هم شته چې وضعه په منفي ډول دومره تغیر وکړې چې سمون به ی زموږ د وس کار نه وي."

د ورځې په پیل کې جمهور رئیس اوباما د اندیانا ایالت هغه وړوکي ښارگوټي ته سفر وکړ چې په دې ښار کې د بې کاری کچه د ټول هیواد په پرتله دوه برابره ده.

جمهور رئیس هڅه وکړه چې د واشنگټن د پریکړو او خلکو د وضعیت ترمنځ اړیکې روښانه کړې.

د کورنیو مسلو نه علاوه جمهور رئیس اوباما وویل ایران په سیمه کې بې ثباتي ته لمن وهي خو زیاته یې کړه چې د دپلوماسی دروازې اوس هم خلاصي دي.

اوباما: "زه داسي توقع لرم چې په راتلونکو میاشتو کې به داسی لارې چارې وسنجول شي چې زموږ او د دوی ترمنځ په یو میز مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره شي."

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د اړیکو د ټینگولو لپاره ایران هم باید داسي دپلوماتیکي اشارې وکړې لکه څنگه چې یې امریکا ورکوي.

XS
SM
MD
LG