د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما واېې امرېکا له اېران سره د خبرو پېل ته سترگی په لارده


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې چې امرېکا هغو فرصتونو ته سترگی په لارده چې له اېران سره خبری اتری او اړېکی پېل کاندی.

هغه ووېل دې هېله من دی چې په راتلونکېو مېاشتو کې داسی شراېط برابر کړی چې مخامخ خبری ورسره شروع کړی.

ددوشنبی په ماښام ښاغلی اوباما په خپل خبر ی کنفرانس کې ووېل چې د اېران اټومی پروگرام د وسلو دنوېو سېالېو د پېل کولو خطر رامنځته کوی.

هغه ووېل چې داېران اوامرېکا ترمنځ د کلونو کلونو بې اعتباری به په سختی سره له منځه ولاړه شی.

جمهور رئېس اوباما داهم ووېل چې دی په دې عقېده دی چې د امرېکا لپاره هم دا ډېره مهمه ده چې خپله اټومی جبه خانه په موثر ډول کمه کړی.

په دې توگه به د اټومی وسلو دنه خپرولو موافقتنامی نورې هم په راتلونکېو کلونو کې مظبوطی شی.

هغه ووېل دی فکر کوی چې د اټومی وسلو دنه خپرو لو معاهدی کمزوری شوېدی. اوکه دمنځنی ختېځ په څېر جنجالی سېمه کې اټومی وسلی موجودی وې نو هر څوک به په خطر کې وی.

د خارجی پالېسی په ېوه بله مسله کې جمهور رئېس اوباما ووېل چې هغه له جنرال ډېوېډ پېټرې ېس نه غوښتنه کړېده چې د امرېکا له دېپلوماتانو او متحدېنو سره گډ کاروکړی چې په ا فغانستان کې د امرېکا د پالېسی ارزېابی او نوی کتنه وشی.

هغه ووېل د دې ستراتېژی هدف دا دی چې د ترهگرانو خوندی ځاېونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحد سېموکې له منځه ېوسی.

براک اوباما ووېل چې دی په دې کې هېڅ شک نلری چې ترورېستانو په پاکستان کې خوندی ځاېونه جوړ کړېدی.

پکارده چې امرېکا پاکستان په دې قانع کړی چې دغه خوندی ځاېونه پاکستان ته هم همدومره خطر لری څومره ېې چی نورو ته لری.

XS
SM
MD
LG