د لاس رسي وړ اتصالات

رېچرد هالبروک د پاکستان له خارجه وزېر سره ملاقات وکړ


د امرېکا د جمهور رئېس براک اوباما خاص استاځی چې جنوبی اسېا لپاره ټاکل شوېدی د پاکستان له خارجه وزېر سره ېې په اسلام اباد کې د لوړې پوړۍ په خبرو کې برخه واخستله.

ټاکل شوېده چې د امرېکا دغه مجرب دېپلومات به دپاکستان د حکومت له معتبرو نظآمی مشرانو او د پاکستان د حکومت دمدنی ټولنی له استاځېو، اوکاروباری ټولنی د استاځېو سره هم ملاقات وکړی.

هالبروک د پاکستان د خارجه وزېر شاه محمود قرېشی سره د سه شنبی په ورځ خبری وکړی.

شاه محمود قرېشی نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې دواړو خواو دېوه مشترک هېئت په ټاکلو باندی موافقه وکړه چې د افراطېانو سره د مقابلې په پالیسی باندی نوی کتنه وکړی.

قرېشی ووېل چې دی اوهالبروک به ددغه هېئت مشری کوی.

د جمهور رئېس اوباما دخاص استاځی په توگه داد هالبروک لومړنی سفر دی چې جنوبی اسېا سېمی ته ېې کوی. هغه د پاکستان له جمهوررئېس اصف علی زرداری او صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

د پاکستان چارواکېو د امرېکا د بې پېلوټه الوتکېو له حملو نه د پاکستان او افغانستان په سرحدی سېمو کې شکاېت وکړ.

د امرېکا جمهور رئېس په هغه وېنا کې چې په ملی تلوېزېون کې خپره شوه، په واشنگټن کې ددوشنبی په ورځ ووېل چې پکار ده د ترورېستانو خوندی ځاېونه د پاکستان او افغانستان د سرحد په اوږدو کې له منځه ولاړشی.

هالبروک ددوشنبی په ورځ پاکستان ته رسېدلی و او وې وېل چې امرېکا دېته سترگی په لارده چې خپلې پالېسی باندی نوی کتنه وکړی او د پاکستان خلکو سره خپل تعهد تجدېد کړی.

د پاکستان خارجه وزارت ووېل دوی هېله من دی چې د هالبروک ته ددې سېمی د مساېلو په باب خپل نظر څرگند کړی. دخارجه وزارت نطاق عبدالباسط ووېل چې په جنوبی اسېا کې سوله ترهغه وخت پورې امکان نلری څو چی د کشمېر شخړه حل سوی نه وی.

XS
SM
MD
LG