د لاس رسي وړ اتصالات

یمن د القاعدی یوسلو اویا مشکوک غړی خوشی کړیدی


د یمن ماموران وائې، دوی یوسلو اویاتنه بندیان خوشی کړیدی چې گمان کیده دوی دالقاعدی سره اړیکی لرل.

د القاعدی ترورستی شبکی دوه هفتی پخوا ویلی وچې دوی به دخپلوهغو عملیاتو لپاره چې په عربی ملکونو کې ئې کوی، له یمن نه دخپل مرکزپه حیث کارواخلی.

یو یمنی مامور چې نه غواړی نوم ئې واخیستل شی،دفرانسی خبری اژانس ته وویل، موږ ته هدایت وشو چې ١٧٦ تنه خوشی کړی.

دوی پدی تورنیول شوی ووچې دالقاعدی دترورستی شبکی سره ئې ارتباط لاره یا ئې ددغې شبکی لپاره فعالیت کاوه. همدغه مامورداخبره هم وکړه چې که واقعآ هیڅ یو کس ئې دتروریزم په تور نوی محاکمه شوی او دبند موده ئې بشپړ شوی وی هغوی دی خوشی کړی شی.

په قاهره کې دیره هاله مصطفئ چې دتروریزم او دبنیادگرائې ماهره ده ، وائې، دا پدی فکرده چې دیمن حکومت دغه بندیان پدی علت خوشی کړیدی چې په راتلونکی وخت کې ئې په هیوادباندی حملی ونشی. په دغه هیواد کې دالقاعدی ترورستی شبکه قوی ده.

میرمن هاله: "زه فکرکوم چې دیمن حکومت دی کارته لاس لدی کبله اچولی دی چې په هیواد کې دحملو مخه ونیسی. زه فکرکوم چې له ډیر پخوانه یمنیان دالقاعدی غړی شویدی او یمن یوه قبائلی ټولنه ده او دالقاعدی دترورستی شبکی لپاره ډیره اسانه ده چې دغه هیواد دخپلو حملو مرکزکړی یا کیدای شی چې پخپله دقبائلو ترمنځ عنعنوی ائتلاف منځ ته راوړی، ځکه نو زه فکرکوم چې یمنی ټولنه دی کار ته ډیره تیاره ده."

رپوټونه وائې، هغه کسان چې خوشی شویدی، هغوی لیکلی ورکړیدی چې تروریزم ته به لاس نه وراچوی چې دا داسی یوتکتیک دی چې دیمن جمهوررئیس علی عبداله صالح پخوا ژمنه کړی وه چې لدی نه به کارواخلی. قبائلی مشرانونه غوښتل شویدی چې ددغو خوشی شویو کسانو ضمانت وکړی چې ښه رویه او سلوک غوره کړی.

هاله مصطفئ وائې، جمهوررئیس عبدالله صالح دڅو اړخیزو پالیسو نه کاراخلی چې غواړی پخپل هیواد کې دافراطی مسلمانانو او بنیادگرایانو سره سوله وکړی چې پدی کې ددوی سره خبری کول هم شاملی دی.

پدی کې دهغه دتازه وخت ابتکار هم شامل دی چې وائې، په سیمه کې دی دحماس په شان دافراطی او بنیادگرا ډلو سره خبری وشی.

میرمن مصطفئ: "زه له بلی نقطی نظر ه فکرکوم چې یمن کوښښ کوی چې سیمه ایزه نقش ولوبوی په خاصه توگه دحماس په شان دافراطی ډلو سره اوزه فکرکوم چې دا دوه هدفونه لری چې له یوې خوانه دننه په یمن کې دحملو مخه ونیسی او بلی خوانه دحماس په شان افراطی ډلو ته پیغام واستوی چې دهغې په مخنیوی کې نقش لوبوی."

تیره میاشت په یمن کې د سعودی عربستان فراری چې دالقاعدی غړی دی، داینټرنیټ له لاری یوویډوئې اعلان کړی وچې دوی دخپلو یمنی ملگروسره یوځای شویدی چې دعربی ملکونو لپاره دالقاعدی یوه ځانگړی ډله جوړه کړو.

سعودی عربستان تیره هفته دالقاعدی دپنځه اتیامشکوکو غړو یو لست خپورکړی وو او ماهران پدی عقیده دی چې ښائې، ډیر ئې په یمن کې دهغوقبائلو سره دیره وی چې ددوی سره خواخوږی لری.

XS
SM
MD
LG