د لاس رسي وړ اتصالات

نوی سروی: د افغانستان څه کم نیمایي وگړي امریکا ته په ښه سترگه گوري


غواړو په افغانستان د جگړې وضیعت ته نظر واچوو چې جمهور رئیس اوباما دغه جگړه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په سر کې ځای کړې ده.

په داسې حال کې چې امریکا غواړي نور دیرش زره اضافي ځواکونه افغانستان ته واستوي داسې ښکاري چې له دغې تصمیم څخه افغانان پلوي نه کوي.

نوی سروی څرگندوي چې د افغانستان څه کم نیمایي وگړي امریکا ته په ښه سترگه گوري چې دا د تیرو څلورو کالو په پرتله ډیر کم دی.

د ای بي سي خبریاله وایي د کندهار ښار له کوڅو څخه نیولی د هندوکش تر غرونو او د کابل ښار تر کوڅو پورې، خلک د راتلوونکې په اړه لږه هیله څرگندوي. او په داسې حال کې چې طالبان غښتلي کیږي، د خلکو د سمدستي امنیت په اړه اندیښنې په ډیریدو دي.

دې پوښتنې ته چې ایا هیواد سمې خواته پرمخ ځي، یواځې په سلو کې څلویښت مثبت ځواب وایي، په داسې حال کې چې څلور کاله مخکې دا شمیره په سلو کې ٧٧ وه.

لیلما کریمي د کابل په یوه زاړه خو اباد کور کې د خپل میړه او درې کوچنیانو سره ژوند کوي. هغه د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او بریښنا یې هم نیمگړې ده. خو د هغې ستره اندیښنه امنیت دی.

زمونږ ماشومان ښوونځي ته نه ځي، ځکه مونږ د هغوی امنیت په اړه اندیښمن یو."

د ای بي سي خبریاله مارتا رادیتس وایي دا عجیبه خبره نه ده، ځکه انیښنې په زیاتیدو دي.

"که څه هم چې امریکا د څه دپاسه اوو کالو راهیسې په افغانستان کې حضور لري، دا وروستې کال د ٢٠٠١ کال راپدیخوا تر ټولو خطرناک و."

رپوټ وایي په ځنو سیمو کې په بریدونو کې په سلو کې شپیته زیاتوالی راغلی، او ځانمرگي بریدونه او د سړک د غاړې بمونه په سلو کې ٢٦ زیات شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبان د کابل په لور نژدې کیږي، د امریکایي ځواکونو یوه لوا په نژدیو کې تازه لیږدول شوی چې د طالبانو د وړاندې تگ مخنیوی وشي.

"مونږ اړ یو چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت په ډیر واقعي ډول ښه کړو. او په دې کې شک نشته چې مونږ همداشان اړ یو چې د افغانستان د خلکو په فکرونو کې د امنیت په اړه ادراک پیاوړی کړو."

خو نظر پوښتنې څرگندوي چې خلک اوس په امریکایي ځواکونو باندې لږ باور لري. یواځې په سلو کې ٣٧ افغانان اوس وایي د هغوی شاو خوا ته اوسیدونکي وگړي د امریکایي او ایتلافي ځواکونو پلوي کوي.

جمیل الرحماني د ای بي سي سره په نظر پوښتنه کې مرسته کړې.

"زه فکر کوم چې حتی افغانستان ته د نورو ځواکونو په راتلو او ځای پر ځای کیدو سره به هم، هغوی و نه شي کړای چې په افغانستان کې امنیت ټینگ کړي."

په حقیقت کې نظر پوښتنه څرگندوي، په دې خاطر چې په سلگونو ملکي کسان د شورشیانو په وړاندې د امریکایي او ناتو ځواکونو په جنگي عملیاتو کې وژل شوي دي، زیات شمیر افغانان اوس د تاو تریخوالي پړه د طالبانو پرځای پر امریکا اچوي.

٢٢ کلن نصیر فیضي د زیات شمیر افغانانو پر څیر بیکاره دی چې خپلې کورنې سره اوسیږي. هغه هیله من دی چې جمهور رئیس اوباما به په افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

په داسې حال کې چې د هغې د هیوادوالو په لسو کې دوه ددې خبرې سره موافق دي. خو زیات شمیر کسان بیا فکر کوي چې حالات به نور هم خراب شي. رپوټ وایي دا هغه حقیقت دی چې همدا اوس د امریکا بهرنۍ پالیسې یوه مهمه مسله نوره هم مشکلوي.

XS
SM
MD
LG