د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: د امریکا سره 'نرمه ُکشتي'


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا سره د خپل حکومت د اختلافاتو په باب وویل، چې د افغانستان او امریکا تر منځ یوه نرمه کشتي پیل شوې چې افغانستان به پکی بریالی شي.

د افغانستان جمهور رئیس د سه شنبې په روځ د هغه غونډې په ترڅ کې چې د هالند د صدر اعظم سره یی درلوده د هالند د مرستو د ستاینې تر څنگ یی وویل، د هالند هر بچی چی په افغانستان کی وژل کیږی د هغه هیواد مینه د افغانستان سولی سره څرگندوي.

هغه د ملکي وگړو د تلف کیدو او د امریکا سره یی د خپل مخالفت په اړه وویل د امریکا مرستی د افغانستان سره روانی دی خو ددې اختلافاتو نتیجه به د افغانستان په گټه وي.

همدا رنگه د هالند صدر اعظم وویل پدی اړه باید هر اړخیزې پراخې څیړنې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG