د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا حکومت د اقتصادي کړکیچ د سمون لپاره یو لړ چټک گامونه واخیستل


جمهور رئیس اوباما په یوه غونډه کې د خپل اقتصادي پلان په اړه خبرې وکړې او د مالیې وزیر د بانکونو سره د مرستې طرحه وړاندې کړه.

د دواړو گوندونو د غړو په منځ کې د څو ساعتونو د جر و بحث نه وروسته د امریکا سنا ددې هیواد په تاریخ کې د تر ټولو لویه اقتصادي مسوده منظوره کړه.

مثبتې رایې یو شپیته، منفي رایې او دیرش. ایچ آر ون ترمیم شوې مسوده منظوره شوه.

که څه هم دا اقتصادي مسوده په ډیر نري اکثریت ومنل شوه خو جمهور رئیس اوباما یې هر کلی وکړ.

ښاغلي اوباما په فلوریدا کې د یوې غونډې گډونوالو ته وویل چې د اقتصادي چارو د سمون دې پلان ته د قانوني بڼې لپاره لا هم ډیر کار پاتې دی.

اوباما: "ددې پلان منظوریدل یو ښه خبر دی او زه د د هغو ټولو سناتورانو مننه کوم چې ددې ملاتړ یې کړی دی. اوس موږ باید په دې کار وکړو چې د ولسي جرگې او سنا پلانونه یو ډول شي تر څو زما میز ته د وروستۍ توشیح لپاره راشي. موږ باید دا کار په راتلونکو په راتلونکو څو ورځو کې وکړو."

جمهور رئیس اوباما وایي د هغه اقتصادي پلان به څلور ملیون بې روزگاره خلکو ته کارونه پیدا کړې او دی غواړي چې په همدې اونی کې منظوري ورکړې. ښاغلي اوباما د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو نه په دې خاطر گله وکړه چې په دې سخت اقتصادي بحران کې د امریکا د ولس د ستونزو د حوارولو پرځای گوندي سیاست کوي.

اوباما: " زه یو امیدواره سړی یم خو په عمل هم باور لرم. نور ددې وخت نلرو چې په خپل منځیو بحثونو وخت تیر کړو او لاس تر زنې کینو. همدا هغه ناکامه تگلاره وه چې موږ یې دې ځای ته رارسولي یو."

بلخوا په همدې ورځ د مالیې وزیر تیموتي گایتنر د کانگرس له لوري د بانکونو سره د او سوه میلیلارده ډالرو د دویمې برخې د مصرفولو پلان وړاندې کړ.

گایتنر زیاته کړه چې ددې پلان په اساس به د مرکزي بانک سره یو ځای له بانکونو نه ټول خراب شوي پورونه واخلو تر څو د هیواد بانکونه یو ځل بیا په پښو ودریږي او پور ورکول پیل کړې.

گایتنر: "موږ په دې باور یو چې زموږ پروگرام به بانکونو ته د یو تریلیون ډالرو د پور ورکولو ظرفیت ورکړې. موږ پلان لرو چې د پنځه سوه میلیارده ډالرو نه یې پیل کړو او په کرار کرار یې لوړ کړو."

د مالیې وزیر گایتنر وویل مخ پر ښکته اقتصاد او په یو کال کې د دری میلیونه کسانو بې روزگاره کیدل د بیړني اقدام تقاضا کوي.

د بانکونو سره د مرستې د طرحې د وړاندې کیدو او په سنا کې د اقتصادي پلان د منظوری بر سیره د امریکا د اسهامو بازار د ورځې په وروستي پړاو کې ډیر سوړ شو.

دا ددې معنی ورکوي چې پانگه اچوونکې اوس د اقتصادي وضعې د سمون لپاره د حکومت په وړتیا باور نلري.

XS
SM
MD
LG