د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي امیرالبحر افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو غوښتنه کړې ده


د امریکا د اردو مشر امیر البحر مایک مولین وایی چی په افغانستان کی نورو امریکایي عسکرو ته عاجل ضرورت دی.

مایک مولین چی د امریکا د اردو د لویو درستیزانو رئیس دی وویل دا مهمه ده چی اضافي عسکر افغانستان ته ژر تر ژره واستول سی چی د یاغیانو ضد قواو سره یوځای سی .

هغه پرون د سه شنبې په ورځ په کاناډا کی خبریالانو ته وویل چی په افغانستان کی د ناتو قواوي باید دا قابلیت ولری چی هغه سیمي وساتي چی د یاغیانو نه یې نیولي وی، تر څو چی طالبان بیرته را ستانه نه شی.

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وویل چی جمهور رئیس براک اوباما به په څو راتلونکو ورځو کی افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو فیصله وکړی.

XS
SM
MD
LG