د لاس رسي وړ اتصالات

افراطېانو په کابل کې '۲۰' تنه ووژل


اتو تنو طآلبانو په کابل کې په درې حکومتی ودانېو باندی حمله وکړه. دا حمله په ډېره زړورتېا او جسارت باندی په رڼا ورځ وشوه او شل کسان ېې پکی ووژل. تقرېبا شپېته تنه پکی زخمېان شول.

دامرېکا غږ خبرېال بېری نېوهاوس خبر راکوی چې د حملهکوونکېو ېوې ډلې د عدلېې په وزارت کې سنگر نېولی و او پولېس ېې د څو ساعتونو لپاره مخکی له دېنه چې ووژل شی بند کړی وو.

دا حمله د سهار د لسو بجو نه وروسته پېل شوه. افراطېانو دعدلېې او تعلېم او تربېې په وزارت کې په ېوه وخت باندی په کابل کې په حملو پېل وکړ.

ددې ترڅنگ ېې د دافغانستان د محابسو په قوماندانی باندی چې د ښار په ختېځ کې پرته ده هم حمله وکړه.

ېوه عېنی شاهد ووېل چې د عدلېې په وزارت کې له برېد کوونکېو سره اتومات وسلی او لاسی بمونه موجود وو او په مخکېنی دروازه ېې حمله وکړه. پر امنېتی ساتونکېو ېې غلبه وکړه، د وزارت ودانی ته ننوتل او پرخلکو ېې ډزې شروع کړی.

ددغه وزارت ېو مامور محمد اصغر په هغه وخت کې دننه و.

هغه ووېل: "له څلرو خواونه ډزې کېدلی، له دې دهلېزنه او له هغه بل دهلېزنه په دې کې له هرچانه لاره ورکه سوې وه."

د کورنېو چارو دوزارت مرستېال جنرال منېر منگل ووېلکله چې برېد کوونکېو پهاول منزل کې حمله وکړه، ترهغې وروسته ېې ددوېم منزل دفترونو ته مخه وکړه.

هلته ېې هم په هر هغه چا ډزې کولی چې مخی ته به ورته راته.تر هغې وروسته ېې هلته په وزارت کې سنگر ونېو او له پولېسو سره ېې مقابله شروع کړه. دغی مقابلې درې ساعته دوام وکړ.

منگل داسی ووېل: "هغه څلور ځان مرگی چې د عدلېې محترم وزارت ته ننوتلی وو، هغوی د پولېسواو ملی اردو په همکاری له منځه ولاړل. هغه واسکټونه چې دهغوی په غاړه وو، له چاودونکېو موادونه ډک دی فعلا هم موجود دی. تاسی کولی شی چې دهغو عکسونه واخلی."

د حملی له شروع نه لږ وروسته د طآلبانو قوماندان ذبېح الله مجاهد امرېکا غږ او نورو خبری سر چېنو ته ووېل چې برېدکوونکېو د عدلېې په وزارت حمله کړېده او غواړی چې دعدلېې وزېر ووژنی.

چارواکېو ووېل چې دعدلېې وزېر د حملی په وخت کې په وزارت کې و خو ژوبل شوی ندی.

د افغانستان د کورنېو چارو دوزارت چارواکېو ووېل چې ددې برېدونو لړی دا څرگندوله چې په ډېر منظم ډول جوړی شوی وې، دا ددې خبری څرگندونه کوی چې ېو شمېر افراطېان خارجیان وو.

په همدی ډول د ټوپکو او لاسی بمونه حمله تېرکال د سرېنا په هوټل او د افغانستان د کلتور په وزارت باندی هم شوی وه.

د ملی امنېت رئېس امرالله صالح په ېوه خبری کنفرانس کې په کابل کې ووېل چې چارواکېو تهدا خبر رسېدلی و چې څو ځان وژونکې حملی به کېږی خو هغه وخت داخبر څه تفصېلات نلرل چې امنېتی چارواکې دهغه په باب څه اقدامات وکړی.

ښاغلی صالح ووېل چې د استخباراتو چارواکی په هغو معلوماتو باندی کار کوی چې ېو شمېر افراطېان په پاکستان کی له افراطی ډلو سره تړاو لری.

امرالله صالح ووېل: "کله چې هغوی دعدلېې وزارت ته ننوتل مخکی له دېنه چېپه قتل او قتال شروع وکړی هغوی دری پېغامونه پاکستان ته ولېږل او دخپل مشر دوعا ېې وغوښتله . موږ له دې اړخه هم په دغه مسله باندی غور کوو."

دا حملی د چارشنبی په ورځ په داسی وخت کې پېښی شوی چې دامرېکا استاځی رېچرد هالبروک دپېښود د گورنر ودانی ته ورسېده.

دا د هالبروک درېمه ورځ وه چې په پاکستان کې ېې تېروله چې له جمهوررئېس اوباما سره د ېوې نوی ستراتېژی په جوړونه کې مرسته وکړی. توقع ده چې رېچرد هالبروکددی اونی په اخر کې کابل ته ولاړسی.

XS
SM
MD
LG