د لاس رسي وړ اتصالات

سرگی لاورف واېې روسېه ښاېې د ناټو د اکمالاتی موادو اندازه زېاته کړی


د روسېې د خارجه چارو وزېر سرگی لاورف واېې شاېد چه روسېه د هغو اکمالاتی موادو اندازه زېاته کړی چه په افغانستان کی د ناتو او نړېوالو قواو لپاره د روسېې په لاره وړل کېږی.

لاورف نن په مسکو کی خبرېالانو سره دخبرو په وخت دا خبرهوکړه.

د امرېکا ېو لوړ رتبه دېپلومات مسکو ته تللی دی او غواړی چه په افغانستان کی د ناتو او امرېکاېې قواو د اکمالاتو لپاره د روسېې په خاوره باندی د ېوې نوی لارې د پېدا کولو په غرض د روسېې له چارواکېو سره خبری وکړی.

د ناتو عسکر په افغانستان کی د طالبانو سره دجنگ لپاره دغو اکمالاتو ته ضرورت لری.

د جنوبی او مرکزی اسېا لپاره د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال پاټرک مون، د سه شنبی په ورځ مسکو ته ورسېده.

هغه خپل دا سفر په داسی حال کی کوی چه ېوه هفته مخکی د قرغزستان جمهور رېس قورمانبېگ باقېوف اعلان وکړد مناس هواېې اډه به چه په افغانستان کې دعملېاتواو اکمالاتو لپاره ورڅخهامرېکاېې قواوې کار اخلی نوره وتړی.

دقرغزستان جمهور رېس دا اعلان وروسته دهغې وکړ چه روسې ورسره د دوه مېلېاردو ډالرو مرستی وعده وکړه. خو امرېکاېې مامورېن واېې چه تر اوسه پوری ورته د قرغزستان حکومت کوم رسمی ېا داشت نه دی لېږلی.

مسکو پخوا وېلی ؤ چه امرېکا ته به اجازه ورکړی چه دروسېې په لاره باندی په افغانستان کی دخپلو قوواو لپاره غېر نظامی اکمالات انتقال کړی.

XS
SM
MD
LG