د لاس رسي وړ اتصالات

اېران: امرېکا باید د اېران په خلاف د بی ځاېه الزامونو د لگولو نه ډډه وکړی


د اېران د خارجه چارو د وزارت ېو نطاق واېې که د امرېکا متحده اېالات واقعا غواړی چه د اېران سره خبری وکړی نو باېد د نطاق په وېنا، د اېران په خلاف دبی ځاېه الزامونو دلگولونه ډډه وکړی.

د اېران جمهور رېس محمود احمدی نژاد پرون اعلان وکړ چه د متقابل احترام په بنېاد د امرېکا دحکومت سره د خبرو هرکلی کوی.

د اېران د خارجه وزارت نطاق حسن قشقاوی نن ووېل، خبروته د تېارېدلو معنی دا ده چه نور باېد امرېکا په اېران باندی د غلطو کارونو الزامونه و نه لگوی.

د ډېری مودې نه را په دې خوا د امرېکا حکومت په اېران باندی دا تور لگوی چه دټرورزم تر شاه ولاړ دی او هم کوښښ کوی چه په پټه توگه اتومی بم تېار کړی.

د دوشنبی په ورځ جمهور رېس براک اوباما ووېل چه امرېکا د اېران سره د خبرو لپاره د ېووې مناسبی موقع په لټه کی دی، خو اېران هم باېدخپل موقف عملا بدل کړی.

خو ښاغلي اوباما دا خبره هم ومنله چه د دواړو ملکونو ترمنځ موجود سو تفاهم دومره زر نه شی لېری کېدلی.

اېران او امرېکا به ١٩٧٩ مېلادی کال کی په اېران د اسلامی انقلاب او د امرېکا په سفارت باندی د قبضې وروسته خپل دېپلوماتېکی روابط پرې کړل.

له بلی خوا د اېران د خارجه وزارت نطاق د ټاېمز اف لندن ورځپانی هغه راپور رد کړ چه اېران سره نوره د ېورانېمو ذخېره ختمه شوی ده او لوېدېز قدرتونه دنورو ملکونو نه غواړی چه په اېران باندی دې ېورانېم نه خرڅوی.

حسن قشقاوی دغه خبر ېواځی تشی اوازی وبللی.

XS
SM
MD
LG