د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په باب د ایران خارجه وزیر خوشبیني څرگنده کړې


د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي وایی چی دی دې ته خوشبین دی چی د امریکا د نوي جمهوررئیس براک اوباما د جمهوري ریاست په وخت کی د نورو ملکونو سره د هغه هیواد روابط ښه کیدای سی.

هغه پرون د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي اوباما ددې غوښتني هرکلی وکړ چی وایی د ایران سره دی خبري وشی. مگر د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق حسن قشقاوي زیاته کړه چی که خبري شروع کیږی، نو واشنگټن ته په کار ده چی په ایران باندي د غلطو کارونو تورونه ونه لگوي.

واشنگټن گمان کوي چی ایران کوشش کوي اټومي وسله جوړه کړی، او برسیره په دې واشنگټن دداسي لاروچارو د پیدا کولو په لټه کی دی چی تهران دې ته وهڅوي چی د یورانیمو د غني کولو نه چی د ذروي بمونو په جوړولو کی استعمالیږي، لاس واخلي.

د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد د سه شنبې په ورځ وویل چی تهران د واشنگټن سره د متقابل احترام په اساس خبرو ته تیار دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چی د امریکا او عراق سره ددرو اړخیزو خبرو د پاره ضرورت نه سته ځکه چی په عراق کی اوس امنیتي حالات ښه شوي دي.

متکي دا وینا پرون د چهارشنبې په ورځ په بغداد کی په یوه خبري کنفرانس کی وکړه. هغه د یوه لوړ رتبه هیات په مشري عراق ته تللی دی او د هغه ملک د مقاماتو سره په تجارتي او نورو دوه اړخیزو مسالو باندی خبري کوي.

XS
SM
MD
LG