د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکا خاص آستاځي ته امنیت نیول شوی


یوه ورځ وروسته له هغه چی طالبانو په کابل کی مرگانۍ حملې وکړې، ددې ښار په لارو کوڅو کی زیات افغان عسکر اچول شوی دي.

ریچارډ هولبروک نن افغانستان ته ورسید. دا افغانستان ته د هغه لومړی سفردی.

هغه دا سفر په داسی وخت کی کوی چی پرون د چهارشنبې په ورځ طالبانو په کابل کی په درو حکومتي ودانیو باندی تقریبا په یوه وخت حملې وکړې، چی ٢٦ تنه یې ووژل او تقریبا ٦٠ تنه یې زخمیان کړل.

افغان مامورینو وویل چی اته تنه ځانمرگه حمله کونکي هم ووژل سول. دغو حمله کونکو غوښتل هرڅومره خلک چی وژلای شی ویې وژني. ځینو یې ځانونه په بمونو والوځول او ځیني یې د امنیتی قواو له خوا ووژل سول.

XS
SM
MD
LG