د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:  د ممبئ د حملو لږ برخه پاکستان کې طرحه شوې


د پاکستان یوه لوړ رتبه مامور د لومړي ځل د پاره دا ویلي دي چی د هند په ممبئ کی د تروریستی حملو د پلان یوه برخه په پاکستان کی طرحه شوې وه.

د کورنیو چارو د وزارت مسئول رحمان ملک په اسلام آباد کی خبریالانو ته وویل چی پاکستان ددغو حملو په ارتباط شپږ مشکوک کسان نیولي دي او هغوی ته یې جنایي دوسیې ترتیب کړي دي چی په دې جرم یې چی د تروریستي اعمالو دسیسه یې کړې وه او ددې اعمالو د پاره یې آسانتیاوي برابري کړي وې، محاکمه کړی.

پاکستان مخکی دا منلې وه چی په دې حملو کی یواځنی ژوندی پاته سړی اصلا پاکستاني تبعه دی. مگر پاکستان له دې نه انکار کوی چی په دې حملو کی یې چی د نومبر د میاشتي په ٢٦ مه په مومبای کی وشوې، مستقیم لاس درلود.

هند ددې حملو ملامتي په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه په ډلي باندی چی حکومت لغوه کړې ده، اچوي. مگر دغه ډله په دې حملو کی د لاس درلودلو نه انکار کوي. په دې حملو کی ١٧٠ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ٣٠٠ کسان زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG