د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل سوړ ژمی او ناامني


په کابل کې د یخ ژمي یوه بله ورځ پیل شوې. په میلیونونو خلک په داسې حال کې د کار روزگار لپاره له خپلو کورونو راوتلي چې ملک ناامنیو او اداري فساد په سر اخیستی دی.

د بې روزگارئ اندازه اوس تقریباً ۴٠ فیصدو ته رسېدلې ده. د فرهاد په څیر په زرگونو خلک هر ورځ په دې تمه د سرک غاړو ته کښیني چې گوندي مزدوري ورته پیدا شي.

فرهاد وايي، په ژوند کې اوس بیخي ناامیده شوی او د خپلې کورنئ د ساتلو او یوې گولې ډوډئ پیدا کولو لپاره د هر کار کولو ته تیار دی.

دی وايي، که ماته څوک یو لک ډالر راکړي، او راته ووايي چې څوک ووژنه، زه به دا کار وکړم ځکه چې زما کورنۍ په ډیرې سختې بې وزلئ کې ژوند کوي. حکومت او نړیوالو قواوو زموږ لپاره هیڅ هم نه دي کړي".

حکومت د حالاتو د خرابېدو علت د طالبانو تقویه کېدل گڼي. طالبانو اوس د ملک په لرې پروت سیمو کې خپل نفو‏ذ او موجودیت لا زیات کړی دی. دوی په لویو ښارونو کې هم پر ځینو آسانه هدفونو باندې دوامداره حملې کوي.

همدا تیره ورځ، اته تنو ځانمرگو په کابل کې د حکومت پر دریو ودانیو حمله وکړه او له شلو زیات کسان یې ووژل.

خو د امنیتي وضعې د خرابېدو له کبله پر افغان حکومت هم فشارونه ډیر زیات شوي دي. زړو سیاسي بدبینیو، د فانون څخه سرغړونو او اداري فساد د کابل دباندې د حکومت واک ډیر را لنډ کړی دی.

په داسې حال کې چې په اگست کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي. جمهور رئیس کرزی په خپله تیره دوره کې له خپلو فعالیتونو نه دفاع کوي او نړیوالې قواوې ملامتې گڼي. دی وايي، د خارجي قواوو په لاس د ملکي افغانانو وژل کېدو په خلکو کې دده د حکومت ملاتړ ته زیان رسولی او په عامو افغانانو کې د نړیوالې ټولنې په باب بدبیني راپیدا شوې ده.

"په دې ورځو کې په موږ باندې د حالاتو له وجې انتقادونه کیږي. خو موږ به له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته ادامه ورکړو. دا زموږ تر منځ یو ډول نرمه کشتي ده. خو موږ به بریالي یو، افغانستان به بریالی وي".

د امریکا باتجربه ډیپلومات، ریچارډ هالبروک د جنجالي مسایلو په هوارولو کې اوږده تجربه لري خو دا یې منلې ده چې د افغانستان مسئله ډیره پیچلې ده. امریکا وايي، دی به افغانستان او پاکستان ته د سفر پر وخت، یوازې د چارواکو خبرو ته غوږ نیسي.

خو پاکستان ته د افغانستان پخوانی ډیپلومات احمد سعید وايي، هالبروک به د افغانستان مسئلې ته د حل د لارې چارې په پیدا کولو کې له ژورو خنډونو سره مخامخ وي.

"د افغانستان او پاکستان مشکل حتی تر سیمې هم پراخه دی. دا یوه پراخ حل ته ضرورت لري. د سولې راتگ لپاره باید په خبرو کې ایران، پاکستان او روسیه برخه ولري. دا وخت د امریکا لپاره به دا کار مشکل وي".

په آینده میاشتو کې د امریکا په مخکې سختې فیصلې پرتې دي. دا چې د افغانستان لپاره څه ډول یوه نظامي ستراتیژي جوړه کړي او دا چې په آینده انتخاباتو کې د جمهور رئیس کرزي ملاتړ وکړي او که څنگه.

په افغانستان کې یوه تازه سروې ښيي چې په عامو خلکو کې د جمهور رئیس کرزي او بهرنیو قواوو دواړو محبوبیت راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG