د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي استازي له جمهوررئیس کرزي سره وکتل 


د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا نوی استازی د افغانستان دجمهوررئیس حامد کرزی سره په داسی وخت کې ملاقات وکړ چې دافغانستان او امریکا روابط لږ غوندي ساړه شویدي.

ریچرد هولبروک نن دشنبی په ورځ په کابل کې دښاغلې کرزی سره ولیدل چې توقع کیدله دطالبانوپه خلاف جگړه باندی خبری کوی چې ورځ په ورځ زور اخلی. دوی دخبرونه وروسته ویناوی ونکړی .

مگرښاغلې کرزی پرون دجمعې په ورځ دالجزیری تلویزنی شبکی ته ویلی وچې دافغانستان او امریکا دحکومتونوترمنځ دملکیانو دتلفاتو، دافغانانو دبندیکیدلو، دشپی له خوا دکورنو دتلاشی او دهغو تلفاتو په سر زړه بدوالی راغلی دی چې دوی اړوی.

دجنوری دشلمی نیټی نه راپدی خوا چې ښاغلې اوباما دامریکا جمهوررئیس شویدی، دښاغلې کرزی او دامریکا دجمهوررئیس بارک اوباما دحکومت ترمنځ مکاتبه کمه شویده .

ښاغلې هولبروک نن سهار دافغانستان دبهرنیوچارو دوزیررنگین داد فر سپنتا سره لیدلی و.

XS
SM
MD
LG