د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن آسیا ته روانه ده


د امریکا دبهرنیوچارو وزیره هیلری کلنټن سبا دیکشنبی په ورځ آسیا ته په سفرروانیږی چې دا د امریکا د خارجه وزیرې په حیث خارج ته د هغې لومړی سفر دی.

د میرمن کلنټن جاپان،اندونیزیا، جنوبی کوریا او چین ته سفرکول دبهرنیو چارو د وزیرانو دسفرونو د دود په خلاف دی چې هغوی به لومړی اروپا یا منځنی ختیځ ته سفرونه کول .

توقع ده چې میرمن کلنټن په پیکینگ کې دپراخو روابطو په باره کې خبری وکړی. په تیرو څوکالو کې دامریکا او چین روابط یوازی په اقتصادی او تجارتی موضوعاتو باندی راڅرخیدل.

دبهرنیو چارو دوزارت ماموران وائې، میرمن کلنټن به دپیکینگ سره دبشری حقوقو او دنړیوال اقلیم دبدلون دموضوعاتو په باره کې خبری وکړی.

دمیرمن کلنټن دسفر هدف په سیمه کې متحدینو ته ډاډ ورکول او دنړۍ دمالی ستونزی سره دچال چلند په باره کې دنوی سټراټیجی موضوع ده .

توقع ده چې په جنوبی کوریا ، جاپان او چین کې دهغې دخبرو اصلی موضوع به دشمالی کوریا اتمی پروگرام وی .

XS
SM
MD
LG