د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: افغانان به د امریکا په نوی ستراتیژی کې برخه ولري


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی وایی چی د افغانستان د جنگ په اړه به د امریکا په ستراتیژیکه ارزیابی کی د افغانستان ملت برخه ولری.

ښاغلی کرزی دغه اعلان د یکشنبی په ورځ سیمی ته د امریکا د نوی استاځی ریچارد هول بروک سره په یو گډ خبری کنفرانس کی وکړ، دوی دواړوو د شنبی په ورځ خبری وکړی.

جمهور ریس کرزی وویل چی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر رنگین دادفر سپنتا په مشری به یو افغانی هییت واشنگټن ته ولاړ شی چی د طالبانو د زیاتیدونکی بغاوت په وړاندی د روانی جگړی ارزیابی وکړی.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما په سیمه کی د تروریزم پر خلاف د امریکا په ستراتیژی له سره غور کوی او چارواکی وایی چی سیمی ته د هول بروک د سفر هدف د همدغو هلو ځلو په لړ کی د حقایقو میندل دی.

ښاغلی اوباما ویلی چی امریکا به د عراق نه افغانستان ته توجه واړوی او واشنگټن غواړی چی په افغانستان کی د یاغیانو پرخلاف په لس گونو زره نوری قواووی افغانستان ته واستوی.

له هغه وروسته چی ښاغلی اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره ښاغلی هول بروک د خپل خاص استاځی په حیث وټاکه، دا سیمی ته د هغه لومړنی سفر دی چی کوی یی.

هول بروک مخکی پاکستان ته تللی و او ټاکل شوی چی د یکشنبی په ورځ هند ته ولاړ شی.

ښاغلی کرزی د سی ان ان نړیوالی ټلویزیونی شبکی ته د یکشنبی په ورځ وویل که چیری افغانستان ته نوری قواووی استول کیږی نو باید په هغو ځایونو کی ځای په ځای شی چی ترورستان هلته فعاله دی، نه دی افغانستان په کلیو او بانډو کی.

هغه زیاته کړه چی د ملکی خلکو تلفات ،د نړیوالو قواوو لخوا د افغانانو بندی کول او د هغوی د کورونو تلاشی کول د افغانو د بی اعتمادی سبب شوی دی.

افغانستان ته د هول بروک سفر د څو میاشتو هغو انتقادونو وروسته کیږی چی ویل کیدل د افغانستان د مسلی د خرابی د علت د ښاغلی کرزی په حکومت کی د اداری فساد موجودیت دی.

ښاغلی کرزی د سی ان ان د ټلویزونی شبکی سره په مرکی کی اعتراف وکړ چی په حکومت کی یی اداری فساد روان دی، خو د هغو رپوټونو په اړه چی گڼی د هغه ورور د مخدره موادو په قاچاق کی لټاړ دی وویل چی دا د امریکایی چارواکی داسی یو دسیسه وه چی غوښتل یی په ما باندی یو ډول فشار له هغه وروسته واچوی چی ما د امریکا د ځینو مشخصو پالیسیو سره مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG