د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سوات په دره کی 'لس ورځی اوربند اعلان کړی دی'


په پاکستان کی طالبانو د سوات په دره کی د حکومت سره د خبرو په درناوی لس ورځی اوربند اعلان کړی دی.

د طالبانو یوه نطاق مسلم خان د یکشنبی په ورځ د اوربند دغه اعلان لږ شیبه وروسته له هغه وکړ چی د هغوی ډلی هغه چینایی انجینیر خوشی کړ چی د سوات په دره کی د شپږو میاشتو راهیسی برمته شوی و.

د چین دولتی آژانس سینهوا ویلی چی دغه انجینیر د یکشنبی په ورځ روغ رمټ په اسلام آباد کی د چین سفارت ته رسیدلی دی.

د طالبانو نطاق ویلی چی دغه انجینیر د حکومت سره د ښه نیت له مخی خوشی شوی دی.

محلی پاکستانی چارواکی او د طالبانو ملاتړی صوفی محمد په دی اړه خبری کوی چی امکان لری د پاکستان په شمال ختیځ کی اسلامی شریعت نافذ شی.

صوفی محمد چی د یاغیانو یو مشر دی تیر کال د پاکستان په شمال ختیځ کی د قومی مشرانو سره د سولی د یوه تړون له مخی خوشی شو.

د هغه زوم طالب پلوه مولانا فضل الله په سیمه کی د شریعت د جاری کولو لپاره د تشدد نه ډکه مبارزه کوی.

XS
SM
MD
LG