د لاس رسي وړ اتصالات

د اقتصاد د ژغورنی د پلان اغیزی 'به ډیر ژر خلک محسوس کړی'


د امریکا د جمهور ریس براک اوباما عالی رتبه مشاور وایی چی حکومت په دی مطمین دی چی د اقتصاد د ژغورنی د ٧٨٧ ملیارد ډالرو د پلان اغیزی به ډیر ژر خلک محسوس کړی.

د وید اکسیلرود د یکشنبی په ورځ د فاکس ټلویزویونی شیکی ته وویل چی د اقتصاد د ژغورنی د پلان اغیزی به ډیر ژر هغه وخت څرگندی شی چی د ملک په بیلابیلو سیمو کی اساسی کارونه پیل شی.

خو اکسیلرود خبرداری ورکړ چی دغه کارونه به یو څه وخت ونیسی، او وویل چی ډیر امکان لری د امریکا اقتصاد د ښه کیدو په ځای خراب شی.

د ښاغلی اوباما پخوانی د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره سیال جان مکین د یکشنبی په ورځ وویل چی ښاغلی اوباما د د ی پلان د تصویبولو لپاره د خپلی انتخاباتی مبارزی د ژمنو په اساس د دواړو گوندونو ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

کانگرس د اقتصاد دژغورنی پلان د جمعی په ورځ یواځی د یوه گوند د اکثریت په رایوو تصویب کړ.

XS
SM
MD
LG