د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی واېې پکار ده چې امرېکا او اېران خبری وکړی


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزی امرېکا او اېران دېته هڅوی چې مذاکرات پېل کاندی. ښاغلی کرزی ووېل چې دده د هېواد ستراتېژېک انډېوال هېواد ېعنی امرېکا او گاونډی هېواد اېران ترمنځ خبری به د افغانستان لپاره گټوری وی او دسېمی په گټه به هم وی.

ښاغلی کرزی د ېکشنبی په ورځ د سی اېن اېن له نړېوال خبری تلوېزېون د امرېکا هغه رپوټ بابېزه وگاڼه چې اېران له طآلبانو سره چې غواړی دده حکومت رانسکور کړی، مرسته کړېده.

افغان مشر ووېل چې دده دارپوټونه اورېدلی دی خو دی داسی فکر نه کوی چې دا خبری جدی دي.

د سېمی سېاسی مبصرېنو هم دامرېکا ددی تورونو په باب پوښتنی کړېدی چې دا څنگه کېدلی شی چې شېعه اېران دې له سخت درېځو سنی طالبانو سره چې په افغانستان کې ېې شېعه گان هدف گرځولی وو، مالی مرستی وکړی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما ددې امکان څرگند کړېدی چې له اېرانی مشرانو سره مخامخ خبری وکړی.

ددغو دواړ هېوادونو ترمنځ اړېکی تقرېبا دېرش کاله مخکی داسلامی انقلاب له پېل نه لنډه موده وروسته قطع شوی وې. اېران وېلی دی چې له امرېکا سره اړېکو ته ددوی له خوانه دروازې خلاصی دی خو په دې شرط چې دوه اړخېز احترام موجو د وی.

XS
SM
MD
LG