د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا خارجه وزېره نن توکېو ته رسېدلی ده


د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن نن د دوشنبی په ورځ توکېو ته رسېدلی ده. دا د هغی لومړنی سفر دی چې د براک اوباما د ېوې معتبری دېپلوماتی په توگه ېې اسېا ته کوی.

د هغې سفر به جاپان، اندونېزېا، جنوبی کورېا او چېن ته ېوه اونی اوږد وی.

هېلری کلنټن به د امرېکا د حکومت دلچسپی په دې سېمه کې ددغو هېوادونو عالېربته مشرانو ته څرگنده کړی چې واشنگټن غواړی د شمالی کورېا د اټومی وسلو پروگرام په ټپه ودروی او د نړی داقتصا د باثباته کاندی.

هېلری کلنټن جاپان ته په داسی حال کې سفر کوی چې جاپان اعلان وکړ چې د اسېا مخکښ اقتصاد د ٢٠٠٨ کال په اخرو درې مېاشتوکې درې فېصده کم شوېدی.

توقع ده چې کلنټن په اندونېزېاکې د جنوب ختېځی اسېا د لسو هېوادونو د ټولنی له غړېو نه د ډېرې نېژدی همکاری لپاره هڅی وکړی.

هغې ووېل چې دابه دغه ټولنه دېته وهڅوی چې په برما کې د بشری حقوقو د پرمختگ لپاره کوشش وکړی.

په چېن کې به هېلری کلنټن د پراخو دوه اړخېزو اړېکو لپاره کوشش وکړی چې هغه به له عنعنوی اقتصادی اړېکو نه زېاتی وی.

هغې ووېل چې د امرېکا او چېن مثتبی اړېکی، همکاری د سولی او سوکالی لپاره حېاتی اهمېت لری.

XS
SM
MD
LG