د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې اته کسان د سړک د غاړی د بم په چاودنو کې ووژل شول


د عراق پولېس واېې چې د سړک د غاړی بم، د بغداد په شېعه سېمو کې اته کسان وژلی دی او ٢۴ تنه ېې زخمی کړېدی.

چارواکی واېې چې ېو بم د صدر په سېمه کې ددوشنی په ورځ په ېوه مېنی بس موټر بندی وچاود. څلور کسان ېې ووژل او ١١ تنه ېې زخمی کړل.

د سړک د غاړی بل بم په کاملېه کې په ېوه بل مېنی بس موټر باندی وچاود څلور کسان ېې ووژل او ١٣ ېې زخمی کړل.

د کامېلېه د بس موټر وان ووېل چې مساپران له عربېن نه خپل کورته روان ول چې دا پېښه وشوه. هر کال په زرگونو شېعه مسلمانان د جنوبی عراق ښار کربلاته د زېارت لپاره ځی.

هغه شېعه گان چې کربلا ته ځی په هغو باندی هروخت حملی کېږی. تېره اونی په بم چوونو کې ٦٠ کسان ووژل شول.

ېو شمېر اسلامی ډلې شېعه گان مرتد بولی او په تېرو وختونو کې ېې هم د هغوی پر زېارت کوونکېو باندی حملی کړېدی.

XS
SM
MD
LG