د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک د هندي چارواکو سره د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې وکړې


پاکستان او افغانستان ته له سفر وروسته د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک د دوشنبې په ورځ د هندي چارواکو سره د افغانستان د حالاتو او د هند او پاکستان ترمنځ د خړو پړو اړیکو په هکله خبرې وکړې.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما خاص استازی ریچارد هولبروک په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جگړې لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ باندې له خبرو وروسته د یکشنبې په ورځ نوی ډهلي ته لاړ.

هغه د هند د بهرنیو چارو د وزیر پرناب موکرجي سره له خبرو دمخه د هند د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو د وزارت له معین سره یې وکتل.

د خبرو وروسته په خبري کنفرانس کې هالبروک وویل هغه په مختلفو موضوع گانو باندې له چارواکو سره خبرې وکړې او افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په اړه یې د هند حکومت ته لنډ معلومات ورکړل.

"ما د هند حکومت ته پاکستان او افغانستان ته د خپل سفر په هکله معلومات ورکړل. مونږ د افکارو تبادله وکړه، ما کوم پیغام او یا لارښونه نه درلوده، بلکه صرف غوښتل می چې د مختلفو موضوعگانو په اړه د هند نظر واورم."

د ممبی د تیر نومبر له پیښو وروسته د هند او پاکستان اړیکي نورې هم خړې پړې شوی.

په دې ترڅ کې ښاغلي هولبروک علاقه نه درلوده چې د پاکستان د حکومت او اسلامي ډلو ترمنځ د سولې په موافقې چې یوه ډله یې د طالبانو سره نژدې اړیکې لري، تبصره وکړي.

"هغه څه چې په سوات کې وشول یو عمده ټکې څرگندوي او هغه دا چې هند، امریکا او پاکستان، ټول د یو مشترک تهدید سره مخامخ دي. د خپلواکۍ راوروسته په شپیتو کلونو کې ستاسې هیواد، پاکستان او د امریکا متحده ایالات، ټول د داسې دشمن سره مخامخ دي چې زمونږ مشرتابه، زمونږ پایتختونو او زمونږ خلکو ته مستقیم تهدید دی."

د رپوټونو له مخې د پاکستان حکومت موافقه کړې چې په سوات کې شریعت نافذ او نظامي عملیات بند کړي.

دغه اعلان د اسلامي ډلو سره له خبرو وروسته وشو.

دا حرکت به ښایي امریکا اندیښمنه کړي چې پاکستان ته یې خبرداری ورکړی و چې د سولې دا ډول موافقې القاعده او طالبانو ته چې د افغانستان پولې ته نژدې فعال دي، موقع ورکوي چې بیا تجهیز او راغونډ شي.

XS
SM
MD
LG