د لاس رسي وړ اتصالات

د برېج تلوېزېونی چېنل موسس د خپلی مېرمنی د وژلو په تور بندی شوې دی


چارواکی واېې چې په امرېکا کې د ېوه تلوېزېونی چېنل موسس چې هدف ېې دا و چې د مسلمانانو خلاف کلتوری او نظرېاتی مفکوری بدلی کړی، د خپلی مېرمنی د وژلو په تور بندی شوېدی.

رپوټ واېې چې پر هغه دا تور لگول شوېدی چې له خپلې ښځې نه ېې سرغوڅ کړېدی.

مزمل حسن د نېوېارک د بفېلو په ښار کې د برېج ېا پول په نامه ېو تلوېزېونی چېنل تاسېس کړی و.

پر هغه باندی د پنجشنبی په ورځ باندی دا تور وروسته له هغه نه لگول شوېدی، چې د مېرمنی د مرگ رپوټ ېې پولېسو ته ورکړل شو.

د آسېه حسن، مړی په داسی حآل کې پېدا شوی چې سرېې ترېنه جدا شوی و د نېوېارک د برېجز تلوېزېون په پارک وېلېج کې د بفلو په ښار کې پېدا شو.

د آسېه حسن وکېلان واېې چې هغی د سږکال د جنوری په شپږمه نېټه د طلاق اخېستلو درخواست، له هغه نه وروسته کړی و چې څو څو ځلې د کورنی تاو ترېخوالی او تشدد خبره پولېسو ته ورسېدله.

تر دې وروسته هغې له پولېسو نه د خپل ځان د ساتنی او حفاظت امر واخېست چې له خپل خاوند نه وساتل شی او ددې کورته له راتللونه اېسار کړی شی.

رپوټ واېې چې حسن د برېجز په نامه تلوېزېون ددې لپاره په ٢٠٠۴ جوړ کړی و چې د هغو کېسو مقابله وکړی چې واېې د مسلمانانو د افراطېت په باره کې د امرېکا په تلوېزېونو کې راځی.

هغه د پنجشنبی په ورځ چارواکېو ته خپل ځان تسلېم کړ. پر هغه باندی به د دوېمی درجی د مرگ کولو اتهام ولگېږی. حسن ٢٩ کاله مخکی له پاکستان نه امرېکا ته راغی او دنېوېارک په بفېلو کې ډېرکامېاب بانکدار و.

XS
SM
MD
LG