د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امرېکا د امنېتی ستراتېژی 'عاجل بدلون ته ضرورت دی'


په امرېکا کې امنېتی ماهران واېې چې ددې توقع نشی کېدلی چې د امرېکا او ناټو قواوې دې په افغانستان کې طآلبانو او نور و ېاغی ډلو ته په خپله ماتی ورکړي.

د راند د تحقېقاتی موسسی له خوانه د سه شنبی په ورځ په ېوه خپاره شوی رپوټ کې وېل شوېدی چې پکار ده نړېواله ټولنه خپلې هڅې په دې برخه کې له افغان قباېلو او محلی ادارو سره خپلې اړېکی زېاتی کړی او په دې کې خپل کارونه چټک کاندی.

په رپوټ کې داهم وېل شوېدی چې نړېوالو انډېوالو هېوادونو په افغانستان کې کلک تعهد ندی څرگند کړی.

د دغه رپوټ لېکوالان په دې ټېنگار کوی چې پکارده واشنگټن دا ومنی چې مرکزی حکومت کمزوری دی.

د دغه رپوټ د تهېه کولو او ترتېبولو لپاره چې د امرېکا د سولی د انستېتېوت له خوا نه صلاحېت ورکړ شوی و، دا هم واېې چې پکار ده د امرېکا اضافی عسکر د افغانستان د امنېتی قواو په روزنه باندی تمرکز وکړی.

ددوشنبی په ورځ د امرېکا د جمهور رئېس ېوه نطاق ووېل چې دا فېصله به ډېره ژر وکړلی شی چې ېو شمېر اضافې عسکر ولېږی.

په امرېکا کې د افغانستان قوماندان ډېوېډ مک کېرنان دنورو دېرشو زرو عسکر و غوښتنه کړی وه.

په دې کې دنورو لوازمو غوښتنه هم شوې وه چې له هغو عسکرو سره چې همدا اوس په افغانستان کې دی رابطه ټېنگه شی.

د سپېنی ماڼی د مطبوعاتو سکرتر رابرت گبز خبرېالانو ته ووېل چې دنورو عسکرو د لېږلو په برخه کې فېصله به په ېو څو ورځو کې وشی نه په هفتو کې.

XS
SM
MD
LG