د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدر اعظم په صوبه سرحد کې د سولی تړون وستاېه


د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی د سولی هغه تړون ستاېلی دی چې د طآلبانو سره همدردی لرونکېو سره په ناکراره شمالی غربی سېمه کې لاسلېک شوېدی او هغوی به اسلامی قانون نافذ کړی.

ښاغلی گېلانی ددوشنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې دا تړون دده د حکومت دهغی پالېسی سره برابر دی چې له مخالفېنو سره مذاکرات کول، په سېمه کې د انکشاف راوستل، او ممانعت کول پکی شامل دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېرې شېرې رحمن ددوشنبی په ورځ په دې ټنېگار وکړ چې دغی معاملی ته د ې په دې نظر نه کتل کېږی چې دا د حکومت کمزوری ده.

هغې ووېل چې جمهور رئېس اصف علی زرداری دغه تړون هغه وخت منظؤر کړی چې په صوبه کې سوله بېرته اعاده شی.

د صوبه سرحد حکومت ددوشنبی په ورځ ېوتړونه په پېښور کې له هغو افراطېانو سره لاسلېک کړ چې مولانا فضل الله ته وفادار دی.

ددې په بدل کې د فضل الله تحرېک نفاذ شرېعېت محمدی به چې د طالبانو ېوه پلوی ډله ده، د خپلو شلو مېاشتو مبارزه چې د شرېعېت د انفاذ لپاره ېې کوله او له تشدد نه ډکه وه پاېته ورسوی.

خو ناټو اندېښنه لری چې ددغې معاهدی په نتېجه کی به دا امکان شته دی چې افراطېان به خوندی ځای ولری.

د ناټو نطآق جمېز اپاتوراې د سه شنبی په ورځ ووېل چې دوی د پاکستان د حکومت په ښه نېت باندی شک نلری خو دوی نه غواړی چې د افراطېانو خطر نور هم پسې خطرناکه بڼه غوره کړی.

په عېن حآل کې ېوموټر بم د په پېښور کې د ېوه ځاېې چارواکی د کور څنگ ته د پېښور په شاو خواکې وچاود. په دغه چاودنه کې دری کسان ووژل شول او ١٢ زخمی شول.

د پاکستان د پوځ ېو نطآق برېد جنرال اختر عباس ووېل چې پوځ به د حکومت په تړون باندی عمل وکړی او د افراطېانو خلاف به کوم تهاجمی عمل نه کوی.

د تېرې ېکشنبی په ورځ افراطېانو، په سوات کې لس ورځې اوربند اعلان کړی و. هغوی د برمته شوی چېناېې انجنېر خوشی کول هم د حسن نېت د څرگندولو لپاره اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG