د لاس رسي وړ اتصالات

د زېمبابوی د اېتلافې حکومت کابېنی خپله لومړی غونډه وکړه


د زېمبابوی د اېتلافې حکومت کابېنی خپله لومړی غونډه د سه شنبی په ورځ وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د زېمبابوی جمهور رئېس رابرت موگابی او د مخالف گوند مشر مورگان جنگرای د صدر اعظم په توگه د ېو بل ترڅنگ ناست وو.

دغو دواړو پخوانېو سېاسی سېالانو، د زېمبابوې په پاېتخت هراری کې له اوږدې مودی نه وروسته له ېوبل سره او د خپلې کابېنی له غړېو سره د حکومت په مرکز کې ملاقات وکړ.

تر اوسه پورې لا دا نه ده معلومه شوی چې په کابېنه کې په کومو موضوعاتو باندی بحث وشو.

په عېن حآل کې د مورگان چنگېرای له خوانه د کرنی د وزارت لپاره نومول شوی مرستېال د خپل توقېف له وخت نه د اول ځل لپاره د جمعی په ورځ باندی محکمی ته راوستل شو.

پر هغه باندی دا تور لگېدلی و چې هېواد ته په غېر قانونی ډول داخل شوېدی او د حکومت خلاف ېې په ېوه دسېسه کې برخه اخېستی ده.

په اوله کې په خېانت متهم شوی و. خو هغه تور د ېکشنبی په ورځ ترېنه لېری کړی شو.

XS
SM
MD
LG