د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ٧٨٧ میلیاردو ډالرو لایحه لاس لیک کړه


د امریکا په تاریخ کې د اقتصادي بحران د له مینځه وړلو تر ټولو پراخې لایحې اوس قانوني بڼه غوره کړه.

جمهور رئیس اوباما د سه شنبې په ورځ د کلورادو په دینور کې د ٧٨٧ میلیاردو ډالرو لایحه لاس لیک کړه او د هیواد د اقتصادي رکود د مخنیوي لپاره یې په خپلو هڅو کې یو عمده بریالیتوب ترلاسه کړ.

دا یوه تاریخي ورځ وه چې جمهور رئیس اوباما د جمهور رئیس په مخصوصه الوتکه کې چې ایرفورس وون یې بولث د دینور په لور روان شو چې د هیواد په تاریخ کې د اقتصادي رغونې تر ټولو ستر پلان لاس لیک کړي.

هغه پلان چې هدف یې د میلونونو نویو کارونو رامنځ ته کول او د مصرفوونکو بیا په پښو درول دي.

"هغه شئ چې د اقتصادي بیارغونې دغه پلان دومره بااهمیته کوي، یواځې دا نه دی چې په راتلوونکو دوو کلونو کې دلته په کلورادو کې د شپیتو زرو کارونو د ژغورولو په گډون درې نیم میلونه نوي کارونه رامنځ ته او یا وژغوري، بلکه مونږ امریکایان بیرته فعالوو چې هغه کار تر سره کړي چې امریکا ورته اړتیا لري."

په دې جمله کې په زیر بناي پروژو، روغتیایي چارو او د انرژۍ په نویو لارو باندې د میلیاردونو ډالرو لگول شامل دي.

دا سودا گرو او انفرادي اشخاصو سره د مالیاتو په ورکولو کې او هغوی چې د لومړي ځل لپاره کورونه او نوی موټرې اخلي، مرسته کوي.

اقتصاد پوه پاول کروگمن وایي: "هغه ایالتونو چې په بیړه یې د خپلو مستخدمینو او ساختماني پروژو د کمولو پلان تر لاس لاندې نیولی و، له خپل تصمیم نه بیرته په شا کیږي. مونږ بیکاري وینو چې په هر حال بیا هم کیدای شي چې رامنځ ته شي، خو هغه به دومره ډیره نه وي."

ښاغلي اوباما د اقتصادي بیارغونې پلان د دینور د چاپیریال او ساینس په موزیم کې لاس لیک کړ چې په چاپیریال پلوه کارونو کې لکه د باد او لمر څخه د انرژې د ترلاسه کولو په پروژو کې د مرکزي حکومت په پانگه اچونه تاکید وکړي.

جمهور رئیس وویل: "په راتلوونکو ورځو او اونیو کې به زه ددې پلان نور اړخونه په کار واچوم. مونږ به ښایي د خپل بانکي سیستم، ثبات، رغونې او ریفورم ته اړتیا ولرو چې کورنیو او سوداگرو ته بیا د بانکي اعتبار زمینه برابره شي."

په دې ترڅ کې د دیترویت د موټر جوړولو کمپنۍ جنرال موټرز او کریسلر چې همدا اوس یې د فدرالي حکومت له لورې په میلیاردو ډالر پور ترلاسه کړی، وایي دوی د نورو پیسو غوښتنه کوي.

د دواړو کمپنیو اسناد ښیي چې د موټرو خرڅلاو راټیټ شوی دی.

د موټر جوړولو د کارگرانو د اتحادیې سیمه ایز رئیس میک هنلي وایي: "مونږ هیله لرو چې د اقتصادي بیارغونې پلان تاثیر وکړي او د روان کال په پای کې خلک نورې موټرې واخلي."

خو د وال ستریت د اسعارو مارکیټ دومره خوشبینه نه و. د سه شنبې په ورځ د موټرو د صنعت په اړه د اندیښنو او د بیارغونې د پلان د موثریت په هکله د شک په وجه عمده اسعار په سلو کې درې رالویدل.

XS
SM
MD
LG