د لاس رسي وړ اتصالات

میلیبنډ: ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې به یو مهم کال وي


د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ډېوېډ میلیبنډ، نن د افغانستان د باندینیو چارو له وزیر، رنګین دادفر سپنتا سره یو ځای په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې دوه زره او نهم کال به یو مهم کال وي.

هغه وویل په روان عیسوي کال کې به ټاکنې تر سره شي او د امنیت د ښه والي لپاره به ګټور ګامونه پورته کړای شي.

هغه وویل په تېرو دوو ورځو کې یې کندهار، هلمند او کنړ ولایتونو ته سفرونه کړي او له محلي چارواکو سره یې کتلي. میلیبنډ زیاته کړه په هلمند کې د برېطانوي ځواکونو اړېکې له ولایتي اداری سره خورا ښې دي.

هغه وویل افغانستان ته د برېتانیا د زیاتو سرتېرو د استولو غوښتنه نده شوې او برېتانیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو دوولس فیصده جوړه وي.

میلیبنډ وویل هیواد یې په افغانستان کې څه کم نهه زره سرتیري لري چې نیمايي په هلمند کې میشت دي.

میلیبنډ پدی خبري ناسته کې زیاته کړه د امریکا نوي اضافي سر تیري به د امنیت په خوندي کولو رغنده رول ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر بیا خبریالانو ته وویل برېطانیا ژمنه کړې چې راتلونکو ټاکنو ته لس اشاریه شپږ میلیونه پونډ ورکړي.

XS
SM
MD
LG