د لاس رسي وړ اتصالات

د انگلستان د خارجه چارو وزېر د افغانستان جنوب ته تللی دی


د ناتو تړون واېې چه د انگلستان دخارجه چارو وزیر ډېوېډ مېلېبنډ دسه شنبی په ورځ د افغانستان د جنوب نه لېدنه وکړه.

په جنوبی ولاېتونو کی د انگلستان عسکرد طالبانو سره لگېا دی جنگېږی.

د ناتو ېوه مطبوعاتی اعلامېه چه نن د چهارشنبی په ورځ خپره شوه واېې، چه مېلېبنډ د هلمند په ولاېت کی د ناتو د هغو عسکری قوماندانانو سره ملاقات وکړ چه هلته د نظامی عملېاتو قوماندانی په غاړه لری.

په دی جمله کې ېېپه جنوبی ولاېتونو کی د ناتو عمومی قومندان هالېنډی جنرال مارټ ډی کرېوف هم شامل ؤ.

د ناتو اعلامېه واېې چه د انگلستان د خارجه چارو وزېر د ناتو د قوماندانانو سره په جنوب کی د امرېکا، انگلستان او ېو شمېر نورو لوېدېزو هېوادونو د ابادئ په شرېکو پروژو، او امنېت، د مخدره موادو په خلاف فعالېت او د راتلونکو انتخاباتو په باب هم وغږېده.

د افغانستان ته د ښاغلي مېلېبنډ څلورم سفر دی. نوموړي د افغانستان د حکومتی مقاماتو سره همخبری وکړی خو په دی باب نورڅه تفصېلات نه دی ورکړل شوی.

له بلی خوا، پرون ملگرو ملتونو اعلان وکړ چه پروسږ کال په افغانستان د ملکی خلکو تلفات د وړم کال په نسبت په سلو کی څلوېښت فېصدهزېات شوی ؤ.

ملگری ملتونه واېې چه پرو سږکال په افغانستان کی دوه زره ېو سلو اتلس کسان وژل شوی ؤو، چه په ېو د پاسه دوه زره مېلادی کی په افغانستان باندی د امرېکا په نظامی مشرۍ د پوځی ېرغلنه وروسته دا تر ټولو زېات ملکی خلک ؤ چه په جنگ کی وژل کېږی.

د افغانستان د جمهوری رېاست ېو وېاند هماېون حمېد زادهپرون ووېل چه د ملکی خلکو د وژلو اوسنئ وضع د منلو وړ نه ده مگر هغه د خارجی قواو په غاړه ددی ټولو وژنود مسوولېت د غورځولو نه ډډه وکړه.

دا راپور واېې چه په سلو کی نهه دېرش فېصده خلک افغان او خارجی قواو په خپلو عملېاتو کی وژلی دی او په سلو کی ېې پنځه پنځوس فېصده خلک د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG