د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې څلورم پړاو


د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د جمهوری ریاست او ولایتی شوراگانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې څلورم پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

دا ټکی د نوموړي کمیسیون د دار الانشاء مرستیال، ذکریا بارکزي نن پنجشنبې په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته څرگند کړ.

ښاغلي ذکریا وویل، د هېواد په څلورو جنوبي ولایاتو کې کابو پنځه سوه زرو کسانو د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخیسته چې دوه دېرش په سلو کې یې ښځې وې.

هغه زیاته کړه، د نوم لیکنې څلورم پړاو پرون چهارشنبې په کندهار، نیمروز، ارزگان او هلمند ولایتونو کې پای ته ورسېد و په ځینو ولسوالیو کې د لوژیستیکي ستونزو له امله تمدید شو.

له بلې خوا په جنوبي حوزې کې د انتخاباتو مامورینو ویلي دي چې د نوم لیکنې په څلورم پړاو کې زیات شمېر طالبانو هم ونډه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG