د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس: د روسیې ځیني کارونه امریکا ته ستونزي پیدا کوي


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وایی چی د روسیې ځینی کارونه امریکا او د هغې د ناتو متحدانو ته ستونزي را پیدا کوي.

هغه په داسی حال کی چی نن د پنجشنبې په ورځ د پولینډ په کراکو کی د ناتو ددفاع د وزیرانو غونډي ته روان دی، خبریالانو ته وویل چی روسیه کوشش کوي دواړو لاری په کار واچوي او هغه دا چی له یوې خوا د افغانستان په چارو کی د مرستو پیشنهاد کوی او له بلي خوا کوشش کوی قرغزستان په دې قانع کړی چی د امریکا د تدارکاتو د الوتکو د پاره هوایي اډه بنده کړی.

گېټس وویل چی دی د ناتو ددفاع د وزیرانو نه دا هیله لری چی دا موضوع وڅیړي چی د روسیې سره څنگه رسمي خبري بیا شروع سی.

دا خبري وروسته له هغه وځنډیدلې چی روسیې د تیر آگسټ په میاشت کی په گرجستان باندی حمله وکړه.

د امریکا ددفاع وزیر وویل چی دی هیله لری چی د روسیې سره به دا خبري په ښه توگه پیل سی.

هغه د امریکا او روسیې تر منځ په روابطو باندی په لوړه سطح غور کول وغوښتل چی په هغو کی به پنټاگان، سپینه ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت هم شامل وی.

XS
SM
MD
LG