د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکرنان افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لیږدولو تصمیم وستایه


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي جنرال مک کرنان د چارشنبې په ورځ د ویرجینیا په ارلینگتن کې په یو خبري کنفرانس کې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لیږدولو په هکله د سپینې ماڼۍ تصمیم وستایه خو خبرداری یې ورکړ چې په راتلوونکو میاشتو کې به جگړه نوره هم مشکله وي.

دا په داسې حال کې دي چې ملگري ملتونه د ملکي وگړو د تلفاتو په اړه اندیښمن دي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د نورو اوه لس زرو عسکرو لیږدول منظور کړل چې د هغه په وینا په افغانستان کې د بدو حالاتو مخ نیوی وشي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړ پوړي جنرال مک کرنان وویل:

زه د اضافي ځواکونو د استولو په اړه د جمهور رئیس په تصمیم ډیر خوښ شوم چې په افغانستان کې زمونږ هڅې نورې هم پیاوړې شي. زه ددې ځواکونو زیاته برخه د افغانستان جنوب ته ولیږدوم چې په دې سیمه کې پوره امنیتي ځواکونه نشته.

دا سیمه دوامداره امنیتي حضور ته اړتیا لري چې یاغیانو پر ضد جگړه وشي او په افغانستان کې د گړنديو پرمختیایي ظرفیتونو سره مرسته وشي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر چې افغانستان ته یې سفر کړی و، د امریکا د اضافي ځواکونو د لیږدولو په اړه وایي:

زه فکر کوم په عمومي توگه دا نظر موجود دی چې امریکایي اضافي ځواکونه به مهم او مثبت رول ولوبوي که د هغوی لیږدونه د اقتصادي ودې او سیاسي پرمختگونو سره هم اهنگه وي.

ددې ځواکونو د لیږدولو په اړه د نړیوال کړکیچ د تحقیقاتي گروپ مرستیال رئیس نیکولاس گرونو وایي:

د امریکایي ځواکونو دغه تعهد ته ډیر ښه راغلاست ویل کیږي. زه فکر کوم دې ته اړتیا ده چې اروپایي ځواکونه هم ولیږدول شي، او اروپا د امریکا نه شا ته کیدای نه شي، دا د امریکا په شان د اروپا او لویدیځ جگړه هم ده. نو زه هیله کوم چې د امریکایي ځواکونو د تعهد په شان به اروپایان هم عمل وکړي."

له بلې خوا امریکایي جنرال میکائیل راین د چارشنبې په ورځ د افغانستان لویدیځ ته لاړ چې د هغې ادعا پلټنه وکړي چې وایي شپږ میرمنې او دوه ماشومان د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې امریکا د اضافي ځواکونو لیږدول اعلان کړي دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په هرات کې د دوشنبې د ورځې په هوایي برید کې پنځه لس وسله وال او د ملیشو یو قوماندان غلام یحیی اکبري وژل شوي دي.

خو د هرات د پولیسو قوماندان وایي چې شپږ ښځې او دوه ماشومان وژل شوي. د افغانستان د دفاع وزارت دغه وژنه غندلې دی.

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو ویاند برید جنرال ریچارد بلانچیت په دې هکله وایي:

" دا ډیرې احساساتي پیښې دي. کله چې یو عسکر وژل کیږي، او تاسې د بیگناه خلکو اجساد وینی، دا سړی واقعا متاثر کوي. مونږ هم ماشومان لرو، مونږ دلته لیږدول شوي یو. مونږ عسکر یو، خو مونږ په دې پوهیږو چې دلته ددې لپاره یو چې خلک وژغوروو. او کله چې یوه غمناکه پیښه کیږي، مونږ ترې زده کړه کوو، ځکه مونږ واقعا نه غواړو چې دا کار پیښ شي."

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ویاند دان مک نورتن، وایي چې ٢٠٠٨ کال د ملکي تلفاتو له نظره ډیر بد کال و.

"په ٢٠٠٨ کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیره زیاته شوی. ٢٠٠٨ کال متاسفانه د ملکي تلفاتو له کبله تر ټولو بد کال و. او هغه اثرات چې وسله والې لانجې پر افغانستان او خلکو اچولي هغه په گوته شوي، او دا هغه څه دي چې ملگري ملتونه یې اندیښمن کړي دي."

د چارشنبې په ورځ جمهور رئیس اوباما وویل چې اضافي ځواکونو افغانستان ته لیږدوي چې د یاغیانو پر ضد د جگړې او د پاکستان سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې د بې امنۍ سره مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG