د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس: ناټو له افغانستان سره نوره مرسته کوي


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس په داسی حال کی چی د ناتو ددفاع د وزیرانو غونډه لا روانه ده ویلي دي چی دی ددغه اتحاد د هغه جواب په باب چی دده پیشنهاد ته یې ورکړی او ویلي یې دی چی په افغانستان کی به په امنیتي چارو کی زیاته ونډه واخلی، خوښ دی. په هغه ملک کی به په تقریبا شپږو میاشتو کی ملي انتخابات وسی.

گېټس وایی چی د پولینډ په غونډه کی دده ملگري دا گډ نظر لری چی د ناتو ټول غړي باید د افغانستان د انتخاباتو په وخت چی د اسد په میاشت کی به وشی، زیات امنیت برابر کړی.

د امریکا ددفاع وزیر د پولینډ د کراکو په ښار کی خبر یالانو ته وویل چی د ناتو متحدان په دې باندی هم بحثونه کوی چی په افغانستان کی څنگه د ملي پولیسو شمیر زیات سی او هغوی وروزل سی.

ښاغلي گېټس دا وینا پرون د پنجشنبې په ورځ چی د ناتو د ددفاع د وزیرانو د غونډي لومړۍ ورځ وه، وکړه.

XS
SM
MD
LG