د لاس رسي وړ اتصالات

دیره اسماعیل خان کې چاودنې ٢٨ تنه ووژل


پولیس او عیني شاهدان وايي، په سلهاوو شعیه گانو د یوه محلي مشر په جنازه کې برخه لرله چې ځانمرگي حمله کوونکي په جنازه کې ځان وچاوه.

لږ تر لږه ٢٨ ته وژل شوي او تر ٥٠ زیات زخمیان دي.

په روغتونونو کې ډاکتران وايي، د شدیدو زخمیانو تعداد زیات دی او کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي.

عیني شاهدان وايي، په ښار کې هغه وخت ډزې زیاتې شوې چې قهرېدو شعیه گانو پر هغو پولیسو فیرونه وکړل چې غوښتل یې د پیښې ځای ته ځان ورسوي.

تر اوسه چې ددغې چاودنې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو پولیس او د اقلیت شعیه ډلې مشران وايي، ممکن دا د سني مسلمانانو کار وي.

دا په سیمه کې عالي رتبه حکومتي مشر، سید محسن شاه دی، دی وايي، د سیمې د امنیت د کنترول لپاره یې د اضافي قواوو د راتلو غوښتنه کړې ده.

محسن شاه وايي، په ښار کې یې د ورانکاریو د مخنیوي لپاره د خلکو پر گرځېدو باندې بندیز لگولی او عسکرو په لارو سرکونو باندې گزمې زیاتې کړي دي.

د څو کلونو راهیسې په ډیره اسماعیل خان کې فرقه يي تشدد مخ په زیاتېدو دی.

په دې وروستیو وختونو کې سني مسلمانانو د حملې یوه خاصه ط‏ریقه اختیار کړې ده. دوی لومړی د شعیه گانو یو مشر ور ووژني او بیا د هغه د جنازې پر مراسمو ځانمرگې حمله کیږي.

کتونکي وايي، په قبایلو کې دغه روان فرقيي تشدد به د سیمې امنیت نور هم خراب کړي. پر پاکستان لا له وړاندې د نړیوالې فشارونه زیات دي چې باید په دغه سیمه کې د طالبانو مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې ټول پام سوات ته اوښتی چیرې چې د حکومت او ځايي طالبانو تر منځ د سولې یو تازه تړون امضا شوی دی. ددغه تړون له مخې، که سیمه کې تندروان خپله وسله کیږدي نو حکومت به په دغه سیمه کې د شریعت د قانون د نافذېدو اجازه ورکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند، عبدالباسط په سوات کې د سولې پر تړون د نړیوالې ټولنې انتقاد رد کړی او ویلي یې دي چې ددې تړون هدف د افراطیت مخنیوی دی.

"د سولې، امنیت او ثبات ټینگول دا وخت د پاکستان د حکومت لپاره تر ټولو مهم ټکي دي. پاکستان به دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټول لازمي اقدامات وکړي. ځکه خو د سولې د تړون په باب بدگماني به هیڅ مرسته ونکړي".

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک ویلي دي، په سوات کې موجود تندلارو هم د پاکستان او هم د امریکا لپاره خطر ایجاد کړی دی. هغه د پنجشنبې په ورځ، په یوې تلویزیوني مرکې کې وویل، واشنگټن اندېښنه لري چې په سوات کې له تندلارو سره سوله به هغوی ته د غاړې ایښودو معنی ولري.

هالبروک وویل، دغه اندېښنې یې له جمهور رئیس آصف زرداري سره په تلیفون کې ویلي دي. هغه وویل، د پاکستان مقاماتو ورته ویلي، چې دا موقتي اقدام یې په سیمې کې د ثبات د راوستو لپاره کړی دی.

XS
SM
MD
LG