د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني هیآتونه واشنگټن ته ځي


د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازی وائې، دواړه هیوادونه بله هفته خپل هیآتونه واشنگټن ته را استوی چې په سیمه ایزه سټراټیجی باندی کره کتنه وکړی.

خاص استازی هولبروک دا خبره په عینی هفته کې وکړه چې جمهوررئیس اوباما وویل، نور عسکر افغانستان ته استوی چې هلته وجنگیږی.

دجنوبی آسیا ماهران دامریکا دجنگ په پالیسی او دافغانستان دحکومت په مقابل کې ددریځ دبدلولو غوښتنه کوي.

د ناټو تر مشر لاندی د ایتلاف قواو دافغانستان په جنوب کې چې طالبان پکی قوی دی ، دمخدره موادو په فابریکه باندی حمله وکړه . دامریکا یو لوړ رتبه قوماندان دهلنمد دولایت یوه برخه ناارامه بولی چې وائې، هلته به یوزرو اوه سوه ١٧٠٠ تنه اضافی عسکر ځای په ځای کړی .

جنرال ډیویډ مک کیرنن دچهارشنبی په ورځ دلته په واشنگټن داتبصره وکړه. جنرال مک کیرنن وائې :

"زه تاسی ته داخبره کولی شم چې حتئ ددغو اضافی عسکرو سره هم دوه زره نهم کال به یو سخت کال وی . فقر، بی سوادی او تاوتریخوالی اساسی ستونزی دی چې په تیرو دیرشو کالو کې په دغه هیواد کې پیداشویدی . ځکه نودا به ژر حل نشی" .

داوباما حکومت دافغانستان دجنگ په سټراټیجی باندی غورکوی چې دا داسی ېو اقدام دی چې دجنوبی آسیا ډیر ماهرانو ورته هرکلی ویلی دی .

درینډ په مؤسسه کې چې یوه تحقیقاتی مؤسسه ده، دافغانستان ماهر سیت جونز وائې، امریکا ته پکار ده چې ددغه هیواد امنیتی قواوی تقویه کړی . ښاغلئ جونز وائې:

ددی ډاډ باید ورکړل شی چې دغه قواوی دامریکا جنگ پرمخ بونه ځی ، یواړخیزعملیات ونکړی . بالاخره دوی به محلی قابلیت پیدا کړی چې په افغانستان کې افراطیانو سره چال چلند وکړی چې په پاکستان کې چیری مناسب وی هلته هم مرسته کوی .

جونز وائې، دجنگ په دوو لومړیو کلونو کې دی ورته کوښښونه ډیر مؤثروو. ځینی څارونکی دا خبره کوی چې دناټو عسکرمحلی قواو ته مشوری ورکوی چې هغوی له افراطیانونه سیمی خلاصی کړی او بیا پکی امنیت ټینگ کړی .

دامریکا دامنیت دنوی مرکز غړی جان نیگل دبغاوت ضد مؤثریت په باب داسی وائې:

"د بغاوت ضد قوا سیمه پاکوی چې په ډیر احتمال سره د کوربه هیواد امنېتی قواوی ئې ساتی . او وروسته بیا دکوربه هیواد او بین المللی ټولنې ملکی اداری په گډه په دغه امنیتی سیمه کې یوه ښه ټولنه او یوه ښه راتلونکی جوړوی" .

امریکا ئې ماموران وائې، د افغانستان حکومت سره د مرستی کولو په ځای به دوی اوس زیاته پاملرنه محلی مؤسسو ته کوی .

دخاصو گډو عملیاتو دپوهنتون استاد حیدرملک دپالیسی جوړونکو نه غواړی چې ولایتونو ته دی محدود اختیارات ورکړل شی چې خپل قوانین پخپله جوړکړی . ښاغلئ حیدر وائې:

"بیا به ډیرافغانان دغو قوانینو سره ارتباط ولری او پدی به پوه شی چې دا داسی یوکمزوری فدراسیون دی چې ټول ولایتونه به یوه اندازه اختیار پکې ولری".

جنرال مک کیرنن وائې، دیو څه وخت پوری به دغه تاوتریخوالی زیات شی او دی توقع لری چې امریکائې قواوی به دغلته له درو نه ترپنځو کالونو پوری وی .

مگر جمهوررئیس اوباما وائې، په سټراټیجی باندی دکره کتنی نه وروسته به دامریکا اضافی عسکرځای په ځای شی چې پدی کې سیمه ایزه سټراټیجی شامله ده چې پدی کې به پاکستان، هند، ایران او روسیه هم شامله وی .

XS
SM
MD
LG