د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن له چین سره قوي اړیکې غواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي، امریکا او چین د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د تقویه کولو هڅه کوي او دواړه خواووې د اختلافاتو پر ځای د همکاریو پر زیاتولو باندې غور کوي.

میرمن کلینټن نن د شنبې په ورځ په پیکینگ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر یانگ جیچي سره له خبرو وروسته، وویل، د اوباما حکومت غواړي له چین سره ښې اړیکې ولري.

هغې وویل، امریکا تیاره ده چې د نړیوال اقتصادي بحران او د اقلیم د بدلون په څیر د مسایلو په اړه له چین سره گډ کار وکړي.

هیلري کلینټن وویل، د امریکا او چین تر منځ په پوځي برخه کې هغه راکړه ورکړه بیرته پیلیږي چې په تیره اکتوبر کې وروسته له هغه بنده شوه چې پخواني جمهور رئیس بوش اعلان وکړ چې پر تایوان باندې د اوو میلیارد ډالرو وسله خرڅوي.

او له بلې خوا، د بشري حقوقو مدافعین وايي، د چین پولیسیو په ملک کې یو شمیر مخالفین تعقیب کړي ویرولي او تهدید کړي دي چې چین ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د سفر پر وخت خپل غږ پورته نه کړي.

د بشري حقوقو مدافعین وايي، یو شمیر کسان په خپلو کورونو کې نظربند کښینول شوي او ځنیې کسان پولیسو نیولي او پوښتنې یې ورڅخه کړي دي.

XS
SM
MD
LG