د لاس رسي وړ اتصالات

د یاغیانو مشر ملا محمود په کندهار کی ووژل شو


په افغانستان کی د ناتو قواووی دا خبره تصدیق کړی چی د یاغیانو مشر ملا محمود د هغوی د قواوو سره په جنگ کی وژل شوی دی.

د ایتلاف قواوو د یکشنبی په ورځ په یو خبرلیک کی وویل چی محمود د کندهار په غوریش کی د افغانی قواوو په مشری په پوځیعملیاتو کی ووژل شو.

هغوی وایی په دغو عملیاتو کی د خارجی قواوو لخوا هم مرسته شوی وه، او محمود هغه وخت ووژل شو چی ورته وویل شو چی ځان تسلیم کړی، خو هغه په قواوو حمله وکړه.

د ناتو قواووی وایی چی محمود د افغانستان په جنوب کی د سړک د غاړی د بمونو او ځان مرگی حملو او نورو جنایتونو د کولو طراح وو.

په یو بل خبر کی راغلی چی یاغیانو د شنبی په ماښام د کندهار د پنجوایی په ولسوالی کی د پولیسو په یوی گزمی باندی حمله کړی، دوه د پولیسو صاحب منصبان پکی زخمی شوی دی.

چارواکی وایی چی نړیوالو او افغانی قواوو بیا په هغوی پوځی عملیات وکړل چی د یکشنبی تر سبایی پوری یی دوام وکړ.

په دی عملیاتو کی شپږ یاغیان ووژل شول. د افغانستان جنوب د یاغی طالبانو مرکز گرځیدلی دی.

XS
SM
MD
LG